تازه خبرونه

د اوکراین کړکېچ ښايي د مصر او افغانستان له برخلیک سره مخ شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۲)

تاس خبري سرچینې څرګنده کړې، چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له تزارګراد تلویزیون سره  په مرکه کې ویلي؛ د اوکراین کړکېچ ښايي په مصر او افغانستان کې د ورته پېښو له تکرار سره  مخ شي او امریکا د خپلو متحدینو پر پرېښودلو دا ناورین هم پای ته ورسوي.

لاوروف څرګنده کړې، چې امریکا د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک پریښود او له شل کلن اشغال وروسته یې افغان مشرتابه ته شا واړوله.

لاوروف زیاته کړې؛ زه هیله لرم، چې د نن ورځې سیاستوال اړوند تاریخ ته پام وکړي او [وګوري] چې څنګه اړیکې له یوه واکمن سره وده کوي.

د تاس خبري آژانس د راپور له مخې لاروف دا خبره رد نه‌کړه، چې د اوکراین کړکېچ به په همدې ډول پای ته ورسېږي.

هغه ويلي: په دې اړه ډېرو سياسي شنونکیو ليکلي او وړاندویېنه یې کړې؛ دا ټول بحران به تر هغه وخته دوام وکړي، چې امریکایان ورته اړتیا لري او تر هغه، چې امریکا ورته اړتیا لري، دا خلک به په واک کې پاتې شي.

Trending

Exit mobile version