سیمه ییز خبرونه
د ايران په زندانونو كې پېنځه زره افغانان شپې او ورځې تېروي
په افغانستان كې د بشري حقونو د څار ډله وايي، چې په ايران كې د افغان پناه غوښتونكيو وضيعت خراب شوى او هر ورځ د ايران د امنيتي ځواكونو له ځورولو او ربړلو سره مخ دي.
د بشري حقونو د څار ډلې رپورټ کې له سل افغان كډوالو سره، چې له ايران څخه افغانستان ته راليږل شوي د خبرو په بنسټ جوړ شوى دى.
دغو افغانانو په خپلو خبرو كې ويلي، چې:
په ايران كې د افغان كډوالو وضيعت ورځ تر بلې د خرابيدو په حال كې دى.
رپورټ په ډاگه كوي، چې:
هغه افغانان، چې په خپل هېواد کې د ورپېښو امنيتي خطرونو له وجې ايران ته تښتي، ايرانی حکومت يې د سياسي پناه درخواستونه نه مني او په زور يې افغانستان ته ستنوي.
په ايران كې د بشري حقونو د څار د ډلې څارونكى فراز صانعی وايي:
ايران بايد افغان كډوالو ته په دغه هيواد كې د پناه وركولو زمينه برابره كړي.
نوموړى همدا راز زياتوي، د هغو افغانانو مالونه او شتمني، چې د ايران د حكومت له خوا افغانستان ته ليږل كيږي د ايران د امنيتي ځواكونو له خوا غلا كيږي.
ښاغلى فراز صانعی وايي:
ايران زرگونه افغانان هغه هېواد ته ليږي، چې په ښكاره ډول په كې خطرونه شتون لري. دا لازمه ده، چې ايران د پناه غوښتونكيو غوښتونو ته پاملرنه وكړي. نه دا، چې له يوې خوا يې را ټول كړي او د پولې بله غاړه كې يې افغانستان ته وليږي. ايران په ډېرو برخو كې د هغو افغانانو حقوقو ته درناوى نه كوي، چې په ايران كې ميشت دي.
دغه بنسټ همدا راز د ايران په زندانونو كې د افغان كډوالو د شكنجې په اړه هم اندېښنه ښكاره كړې او څرگنده كړې يې ده، چې په دغو زندانونو كې د كډوالو د شكنجې لپاره له وهلو ډبولو نيولې ان په غير روغتياي او غير انسانى شرايطو كې د بنديانو تر ساتلو، په زندانونو كې په جبرې ډول د پيسو له اخيستو، جبرې كارونو او د كورنۍ له غړيو څخه په جبرې ډول له بېلولو څخه كار اخيستل كيږي.
همدا راز د بشري حقونو د څار ادارې يو بل څارونكى هيدر بار وايي، چې :
ايران د تېرو دېرش کلونو په موده کې د افغان کډوالو د ساتنې پيټی پر سر اخيستی و، خو له دوى سره بايد په نړيوالو ميعارونو چلند وشي. ښايې وسمهال د افغانستان حالت د هغه وخت په پرتله، چې دغه كډوال ترې تښتيدلي ول دېر خطرناك شوي وي او اوس هغه وخت نه دى، چې ايران دغه كډوال افغانستان ته وليږي.
د څرگندونو له مخې شاوخوا درې ميليون افغانان په ايران كې ژوند كوي، چې يوازې نهه سوه زره تنه قانوني اسناد لري او پاته نور يا د لنډې مودې ويزې لري او يا هم هيڅ اسناد نه لري.
