تازه خبرونه
د ايټاليا د بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۸۰ افغانان مړه شوي
د افغانستان اسلامي امارت د سې شنبې پر شپه په ډاګه کړه، چې د یکشنبې پر ورځ د ایتالیا په جنوبي ساحل کې د بېړۍ د ډوبیدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ افغانان مهاجر مړه شوي دي.
ژغورونکیو ویلي؛ تر دې دمه د کلابریا د ختیځ ساحل دمه ځای ( ستیکاتو دی کترو) ته په نږدې سمندر کې د لرګیو کښتۍ د ډوبیدو له کبله لږ تر لږه ۶۴ کسان مړه شوي دي.
رویترز راپور ورکړی، چې ۸۰ کسان ژغورل شوي؛ خو ګومان کیږي، چې ډېر نور ورک وي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې: له خواشینۍ سره مو دا خبر ترلاسه کړ؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ افغان مهاجر، چې له ترکیې څخه ایتالیا ته په یوه لرګينه کښتۍ کې روان ول د ایتالیا په جنوبي سمندرګي کې ډوب او مړه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت د شهیدانو لپاره د مغفرت او د ټپیانو کورنیو او خپلوانو ته د جمیل صبر او زغم دعا کوي او یو ځل بیا له ټولو هېوادوالو غواړي، چې د ناقانونه مهاجرت له لارې بهرنیو هېوادونو ته له تګه ډډه وکړي.
دا کښتۍ تېره اوونۍ د ترکیې له لویدیځ ازمیر بندره روانه شوې وه.
تازه خبرونه
سازمان بینالمللی مهاجرت: در دو هفته بیش از ۹۵ هزار نفر از ایران و پاکستان وارد افغانستان شده اند
سازمان بینالمللی مهاجرت میگوید که از ۲۵ اکتوبر تا ۷ نومبر سال ۲۰۲۶ میلادی، ۹۵ هزار و ۴۸۹ نفر از ایران و پاکستان وارد افغانستان شده اند.
بر اساس تازهترین گزارش این سازمان، ۶۴ هزار و ۷۳۲ مورد، معادل ۶۸ درصد، از ایران و ۳۰ هزار و ۷۵۷ مورد، معادل ۳۲ درصد، از پاکستان وارد افغانستان شدهاند.
در همین مدت، سازمان بینالمللی مهاجرت ۴۴ هزار و ۸۹۹ مورد خروج از افغانستان را نیز ثبت کرده است که از این میان، ۳۴ هزار و ۲۰۶ مورد به مقصد ایران و ۱۰ هزار و ۶۹۳ مورد به مقصد پاکستان بودهاند.
گزارش نشان میدهد که گذرگاه اسلامقلعه با ثبت ۴۰.۵ درصد از موارد ورود، پرترددترین گذرگاه مرزی بوده است. پس از آن، گذرگاه پل ابریشم با ۲۵.۷ درصد و سپینبولدک با ۱۷.۶ درصد در جایگاههای بعدی قرار دارند.
تازه خبرونه
د افغانستان او ایران مالیې وزیرانو پر سوداګریزو او کرنیزو همکاریو خبرې وکړې
د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدا، ایران ته د افغان کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو پر اواري او د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي خبرې وشوې.
د افغانستان مالیې وزیر او د دوهاړخیزو همکاریو د اقتصادي کمیسیون رییس محمد ناصر آخوند ایران ته په خپل رسمي سفر کې د دې هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري قزلجه سره لیدلي دي.
د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدا، ایران ته د افغان کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو پر اواري او د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي خبرې وشوې.
دغه راز دواړو لوریو د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي او یو شمېر نورو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو هم بحث او خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې د ایران د کرنې وزیر په کرنیزو، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو د ډاډ تر څنګ د اقتصادي کمیسیون راتلونکې غونډې ته د چمتووالي هم ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
په جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ګازي برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه وستایله او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې پر برښنا او نورو برخو پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د شنبې پر ورځ په جوزجان ولایت کې د بیات پاور شرکت د ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین د بیا فعالولو مراسم پرانیستل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ګازي برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور شرکت پانګونه وستایله او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې پر برښنا او نورو برخو پانګونه وکړي.
ملا عبدالغني برادر ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو لپاره مهم ګامونه پورته کړي او پانګوالو ته یې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.
نوموړي له پانګوالو او صنعتکارانو وغوښتل، چې د هېواد په آبادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادتځایونو پاتې شوني وموندل شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه3 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoامریکايي چارواکو په افغانستان کې د واشنګټن پر ۲۰ کلنې ناکامۍ نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد دولتي شرکتونو رییس له ایراني سفیر سره پر اقتصادي همکاریو خبرې وکړې
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د روسیې دریځ
