سیمه ییز خبرونه

د ايټاليا لومړى وزير د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينگار وكړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ايټاليا لومړى وزيرماریومونتونی د خپل هېواد د پوځ د ملي ورځې په وياړد يكشنبې په ورځ(د لړم۱۴) كابل ته راغى، چې په افغانستان كې له خپلو سرتېرو سره وگوري.

نوموړي له خپلو سرتېرو سره له ليدنې وړاندې په كابل كې  له افغان ولسمشرحامد كرزي سره په يوه  خبرې غونډه كې برخه واخيسته.

د ايټاليا لومړي وزير وويل، چې:

له افغانستان سره د ستراتيژيكو همكاريو د تړون له مخې به، چې د روان زېږديز كال په جنوري كې د كابل او روم ترمنځ لاسليك شوى؛ له افغانستان سره خپلې مالي او اقتصادي مرستي زياتې كړي.

نوموړي ۲۰۱۴ز. كال د افغانستان د خلكو لپاره په سياسي او اقتصادي برخه كې د بدلون كال وباله او زياته يې كړه، چې دا كال د بيا ستنيدو كال نه دى.

د ايټاليا لومړى وزير ماریومونتونی په ډاگه كړه، چې:

په ۲۰۱۴ ز. كال كې د افغانستان ولسمشريزې ټاكنې د دغه هېواد د اقتصادي ودې لپاره ډېرې ارزښت ناكې دي. د دغو ټاكنو تر سره كيدنه د افغانستان او نړيوالې ټولنې لپاره مهمه ده او د نړيوالو لپاره به يوه نوې پاڼه پرانيزي او دا حركت په افغانستان كې د پرمختگونو يوه برخه ده.

په دې خبرې غونډه كې افغان ولسمشر حامد كرزې له افغانستان سره  د ايټاليا د پېنځه سوه ميليون ډالرو مرستي مننه وكړه او زياته يې كړه، چې:

ايټاليا له افغانستان سره شاوخوا يوه پېړى دوستي لري.

افغان ولسمشر يو ځل بيا د افغانستان د تاكنو په خپلواك كميسيون كې د دوه بهرنيو وگړيو پرشتون نيوكه وكړه او زياته يې كړه:

دا كار د افغانستان له ملي حاكميت سره په ټكركې دى.

افغان ولسمشر په داسې حال كې د تاكنو په كميسيون كې د دوه بهرنيو وگړو پرشتون نيوكې كوي، چې د افغانستان ولسي جرگې د روانې مياشتې په درېيمه نېټه د رايو په اكثريت د ټاكنو د كميسيون د قانون مسوده تصويب كړه، چې له مخې يې ملگري ملتونه كولى شي خپل دوه تنه غړي د ناظر په توگه دغه كميسيون ته وروپېژني.

ايټاليا اوس مهال شاوخوا ۳۵۰۰۰ زره ايټاليايي سرتېري د افغانستان په هرات كې لري. ايټاليا په دغه ولايت كې شاوخوا د اتياوو ښوونځيو ودانۍ جوړې كړې او رغولي دي.

Trending

Exit mobile version