نړۍ

د اړتیا له مخې به د ایران پر ضد زور هم وکاروو – جوبایډن

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۴۰۱)

اسرائیلو ته له رسېدو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد له ۱۲ چینل سره په مرکه کې ویلي؛ اتومی وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي لپاره زور هم کارولی شو.

نوموړي په دې برخه کې له اسرائیلو سره د همکارۍ په اړه ویلي؛ پرته له شکه، چې ایران نشي کولی اټومي وسلې ترلاسه کړي.

بایډن د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ایراني حکومت پر وړاندې پوځي ځواک کارول تر لاس لاندې غوراوی دي او که نه؟ هغه ځواب ورکړ: هو! د وروستي حل په توګه.

د امریکا ولسمشر څرګنده کړې: د ایران له اوسني وضعیت څخه به بدتر هغه څه وي، چې دغه هېواد اټومي وسلې ترلاسه کړي. موخه مو دا ده، چې مونږ وکولی شو اټومي تړون ته راستانه شو او له مخې یې لرې کړو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د ویانا د خبرو اترو له ځنډیدو راپدیخوا د ایران پر سپاه پاسدارانو د بندیزونو د لرې کولو مسله له لویدیځو ځواکمنو سره وروستۍ موافقې ته د رسیدو په لار کې یو له مهمو خنډونو شمېرل کیږي.

بایډن په خپلو خبرو کې دا ټینګار هم څرګند کړ، چې هغه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ترهګرو په نومولړ کې د سپاه پاسداران انقلاب نوم خوندي ساتي. ان که اټومي تړون هم ورسره لاسلیک نشي.

Trending

Exit mobile version