نړۍ
د اژه بحیري له لارې تېرېدونکي ۱۲ کډوالو ژوند بایللی -یوناني ساحلي ساتونکي
د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته د ساحلي ساتونکو یوه چارواکي ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د لسبوس ټاپو ته نږدې په ټکر کې د مړو شویو شپږ کسانو په ډله کې یو ماشوم او څلور ښځې هم شاملې وې.
چارواکو ویلي؛ د دوشنبې پر ورځ له اژه بحیرې څخه د تېرېدا پر مهال ۱۲ کډوالو ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې بېړۍ شپږ مړي د پولیسو له کښتۍ سره له ټکر وروسته وموندل شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته د ساحلي ساتونکو یوه چارواکي ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د لسبوس ټاپو ته نږدې په ټکر کې د مړو شویو شپږ کسانو په ډله کې یو ماشوم او څلور ښځې هم شاملې وې.
د ساحلي ساتونکو د څرګندونو له مخې: نور شپږ مړه شوي کسان، چې پېنځه نرینه او یوه ښځه ول؛ په یوې کوچنۍ کښتۍ کې سپاره ول، چې ساموس ټاپو ته نږدې ډوبه شوه. د دغې کښتۍ ۱۴ نور سپاره کسان وژغورل شول، چې یو یې ایراني قاچاقبر پېژندل شوی دی.
د ساحلي ساتونکو چارواکي زیاته کړې، چې لسبوس ټاپو ته نږدې په پېښه کې« له کډوالو ډکه چټکه کښتۍ د پولیسو د ګزمې له کښتۍ سره د بندر پر لوري ټکر شوې ده».
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې اته کسان ژغورل شوي دي.
د مړو شویو کسانو تابعیتونه اوس اعلان شوي نهدي.
اژه بحیره یوه له هغو لارو ده، چې کډوال یې له ترکیې څخه اروپا ته د رسېدا لپاره ډېر کاروي. په دې لاره کې د کډوالو د مړینې ګڼې پېښې رامنځته شوې دي.
د سپټمبر په میاشت کې کریټ ټاپو ته څېرمه د ګاوډوس ټاپو په شاوخوا کې د کډوالو یوه له سپرلیو ډکه کښتۍ ډوبه شوې وه، چې په کې یو کس مړ شوی او ۲۵ نور ورک ول.