تازه خبرونه

د ایراني اتومي ساینس پوه د وژلو غچ به اخلو – خامنه یي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۳۹۹)

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۸) څرګنده کړې؛  تهران بهپه مناسب وخت کې د خپل اتومي ساینس پوه د وژلو غچ واخلي.

دغه ایراني اتومي ساینس، چې  لویدیځ هېوادونه یې د اتومي وسلو د پټو پروګرامونو مشربولي؛ تېره  تېره ورځ تهران ته نږدې ترور شو.   

خامنه يي زیاته کړې، چې ساینس پوه محسن فخری‌زاده د “وحشي اجیرانو لخوا” وژل شوی دی.

هغه ویلي؛ دوه مهمې مسلې باید د اړوند بنسټونو په اجندا کې مطرح شي؛ لومړی، د دې جرم څارنه او د عاملینو او قومندانانو مجازات، دوه یم، د ټولو هغو برخو څارنه، چې شهید (فخری‌زاده) په کې علمي او تخنیکي هڅې تر سره کړي دي.

خامنه ای ویلي؛ تهران هیڅکله اتومي وسلې نه غوښتي او په خپله اعلامیه کې یې ژمنه کړې، چې د محسن فخری‌زاده کار به روان وي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دغه وژنه، چې د ایران ولسمشر یې پړه پر اسرائیلو وراچولې، د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د کاري دورې په وروستيو اوونیو کې د منځني ختیځ د نوې لانجې د رامنځته کیدو ګواښ کوي.

دا کولی شي د غوره شوي ولسمشر جو بایدن لخوا له تهران سره د اختلافاتو د راپورته کولو د هغې هوکړې هڅې دي، چې د بارک اوباما په اداره کې هغه وخت رامنځته شوې وې. ترمپ واشنګتن د تهران له نړیوال اتومي تړون څخه، چې په ۲۰۱۵ کې پرې هوکړه شوې وه؛ ایستلی دی.

د اسرائیلو ان-۱۲ خبري چینل څرګنده کړې، چې د ایران لخوا د غچ اخیستنې له ګواښونو سره سم په ټوله نړۍ کې د اسرائیل سفارتونو د چمتووالی حالت نیولی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د کابینې یوې تلویزیوني غونډې ته ویلي، چې ایران به “په مناسب وخت” کې خپل ځواب ووایي.

هغه د اسرائیلو د کړنو په اړه په ډاګه کړې: نړیوالو صهیونیست اجیرانو یو ځل بیا خپل ناوړه لاسونو د یوه ایراني بچي پر وینو ولړل.

اسرائیلو د دې وژنې په اړه له څه ویلو ډډه کړې.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ سپینې ماڼۍ، پنتاګون، د امریکا بهرنیو چارو وزارت او سي آی ای هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

Trending

Exit mobile version