Connect with us

تازه خبرونه

د ایران او اسلامي همکاریو ټولنو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د دوشنبې پر ورځ (د وږي درېیمه) محمد رضا بهرامي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هغه د سعودي عربستان په جده ښار کې د غزې په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د ځانګړې غونډې په څنډه کې له علي بخت سره د افغانستان د وضعیت په اړه رغنده بحث کړی دی.

خپور شوی

د

د ایران بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا عمومي منشي محمد رضا بهرامي د اسلامي همکاریو ټولنې د عمومي منشي له مرستیال او ځانګړي استازي طارق علي بخت سره کتلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د دوشنبې پر ورځ (د وږي درېیمه) محمد رضا بهرامي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هغه د سعودي عربستان په جده ښار کې د غزې په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د ځانګړې غونډې په څنډه کې له علي بخت سره د افغانستان د وضعیت په اړه رغنده بحث کړی دی.

له هغې وروسته، چې اسلامي امارت بیا واکمنۍ ته رسېدلی؛ افغانستان په سیاسي اقتصادي او ټولنیزو بحثونو کې له لومړیتوب برخمن دی.

د یادونې ده، چې ایران له اسلامي امارت سره په ټولو برخو کې نږدې اړیکې لري او د افغانستان سفارت یې هم اسلامي امارت ته سپارلی دی.

تازه خبرونه

افغان او د UNHCR استازو د افغان کډوالو پر خوندي راستنېدا او همغږۍ خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدا او له هغوی څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو د وضعیت د ښه‌والي لپاره د افغانستان او UNHCR ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا هم بحث وشو.

دغه راز دواړو لوریو د هغو هېوادونو او بنسټونو د هڅو د همغږي کولو په اړه هم خبرې وکړې، چې په دې برخه کې مسوولیت او لېوالتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ډې‌کارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو پر همکاریو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

Published

on

 

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې روزمري ډې‌کارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د کابل او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.

همدارنګه په دې خبرو کې د دوحې بهیر د چوکاټ له مخې د راتلونکو تعاملاتو او همکاریو د څرنګوالي په اړه هم نظرونه شریک شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوحې بهیر په چوکاټ کې د راتلونکو ناستو د وخت او موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

Published

on

 

د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز شریف ويلي، پنجاب د ګاونډ هېوادونو پر پرتله له ګاونډ ایالتونو څخه له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ شوی دی.

مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.

هغې ویلي:« له ګاونډ هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه کم دي، خو له ګاونډ ایالتونو څخه ډېر دي.»

نوموړې زیاته کړې، له همدې سیمو څخه پنجاب ته ترهګریز بریدونه کېږي.

پنجاب په شمال او لویدیځ کې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان، په سویل کې له سند ایالت او په ختیځ کې له هند سره ګډې پولې لري.

د پنجاب د اعلی وزیرې دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پاکستان حکومت تل هند او د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر رامنځته کولو تورن کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد د کورنیو ستونزو له کبله ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!