تازه خبرونه
د ایران او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو پر نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني اړیکه کې پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.
د ایران اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د افغانستان اسلامي بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره شپه په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ټیلیفوني اړیکه کې پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.
دغه راز دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د آسانتیاوو پر لارو چارو بحث کړی دی.
په دې خبرو کې امیرخان متقي د ترهګرۍ او بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې د خپلواکۍ، امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره د ایران د ملت پر هوډ ټینګار وکړ.
متقي د سیمې د هېوادونو په چارو کې د هر راز بهرنۍ لاسوهنې غندنه وکړه، ډاډ یې څرګند کړ، چې د ایران حکومت او خلک به له ملي یووالي سره د هېواد امنیت او ملي حاکمیت خوندي کړي.