سوداگري

د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ خنډونه باید له منځه یووړل شي – پزشکیان

د ایران د کابینې په هغه غونډه کې، چې د چارشنبې پر ورځ د زمري پر اته‌ویشتمه د پزشکیان پر مشرۍ جوړه شوې وه؛ افغانستان ته د ایران د کرنې وزیر د سفر راپور او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو وضعیت وڅېړل شو.

Published

on

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو او د سوداګرۍ او ټرانزیټ د آسانتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ایران د کابینې په هغه غونډه کې، چې د چارشنبې پر ورځ د زمري پر اته‌ویشتمه د پزشکیان پر مشرۍ جوړه شوې وه؛ افغانستان ته د ایران د کرنې وزیر د سفر راپور او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو وضعیت وڅېړل شو.

د راپور له مخې، افغان چارواکو له ایران سره د اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو له زیاتېدا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې چمتووالی څرګند کړی دی.

په دې غونډه کې د ګمرکي چارو ستونزې، په سرحدي دروازو کې د تګ راتګ ستونزې او د توکو د لېږد بهیر ټکني کېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه وبلل شول.

پزشکیان له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو کچه باید لوړه شي او اړوند ادارې باید د سوداګرۍ او ټرانزیټ د خنډونو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

Trending

Exit mobile version