تازه خبرونه
د ایران او افغانستان راکړه ورکړه د ټولې اروپا پر پرتله ډېره ده – عباس عراقچي
هغه د ایران له “خبر آنلاین” سره په مرکه کې ویلي؛ ایران باید پر افغانستان تمرکز وکړي او د هېواد سرحدي ولایتونه له افغانستان سره کولی شي د سوداګرۍ په پراختیا کې بنسټیز رول ولوبوي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتوالی اعلان کړی او وایي، چې اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ټولو اروپایي هېوادونو سره د ایران د سوداګرۍ پر پرتله ډېره ده.
هغه د ایران له “خبر آنلاین” سره په مرکه کې ویلي؛ ایران باید پر افغانستان تمرکز وکړي او د هېواد سرحدي ولایتونه له افغانستان سره کولی شي د سوداګرۍ په پراختیا کې بنسټیز رول ولوبوي.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي ستونزو ته په نغوته کې ویلي، چې سیمهییز چارواکي کولی شي اړوند ستونزې حل کړي.
د عباس عراقچي د څرګندونونو له مخې؛ په داسې حالت کې، چې ایران تر بندیزونو لاندې دی “ډېری ستونزې د ولایتي چارواکو لهخوا حل ” او د ګاونډ هېوادونو ډېری اړتیاوې پوره کېدی شي.
دغه راز ایراني رسنیو د جمعې پر ورځ (د لړم شلمه) راپور ورکړ، چې په ۱۸ واګونونو کې د سیمنټو د بوریو لومړۍ جوپه افغانستان ته روانه شوې او دا صادرات به هره اوونۍ ۱۰۰۰ ټنه وي.
رویټرز تېره اوونۍ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد د څرګندونو له مخې راپور ورکړ؛ “په تېرو شپږ میاشتو کې له ایران سره سوداګري ۱.۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې، چې د پاکستان له سوداګرۍ څخه، چې ۱.۱ میلیارډ ډالر ده؛ ډېره ده.”
تازه خبرونه
له ۱۰۰ ډېرو افغان سوداګرو او پانګهوالو ازبکستان ته سفر وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د دغې خونې د مشرتابه او له سل ډېرو افغان سوداګرو او پانګهوالو پر ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.
یادې خونې ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د پانګونې هڅول او د اوږدمهالو اقتصادي همکاریو پیاوړي کول دي.
تازه خبرونه
د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نهدي – هند
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټهنني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نهلري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ویلي، چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې له پراخو بدلونونو سره اوس هغه وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه د دې هېواد پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر اوسنيو بندیزونو بیاکتنه وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټهنني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نهلري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان سیاسي وضعیت د پخوا پر پرتله د پام وړ بدلون کړی او د تنبیهي تګلارو دوام د شته ننګونو په اواري کې مرسته نهشي کولی.
د هند استازي همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د موندنو پر ډاډ ویلي، چې دغو بریدونو ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اړولې ده.
هریش په خپلو څرګندونو کې پاکستان تورن کړی، چې د افغانستان پر وړاندې یې سوداګریز او ټرانزیټي محدودیتونه لګولي دي او د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښهوالي ته د زمینې برابرولو لپاره يې د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
په فراه کې پر زر جریبه ځمکه ستر ټرانسپورټي تمځای جوړېږي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د فراه ولایت په ختیځ کې پر زر جریبه ځمکې د مسافرو او باروړونکو موټرو لپاره د یوه ستر او معیاري تمځای د جوړولو چارې پیل شوې، چې د لومړي پړاو لګښت یې ۱۲۷ میلیون افغانۍ ښودل شوی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، دا تمځای د تېلو زېرمه، مسافرخونه، دوکانونه، اداري ودانۍ، جومات او شنه سیمه هم لري.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیقالله عابد د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې فراه د سیمهییزو لارو یو مهم مرکز دی او د دې تمځای جوړېدل به د ټرانسپورټي خدمتونو د ښهوالي او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.
چارواکي زیاتوي، چې دغه تمځای د فراه هوايي ډګر ختیځ لوري کرجي سیمې ته نږدې جوړېږي، چې ۳۰۰ جریبه ځمکه یې د مسافرو موټرو او ۷۰۰ جریبه یې د باروړونکو موټرو لپاره ځانګړې شوې ده.
-
تازه خبرونه1 day agoد نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي
-
لوبی1 day agoپه کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو
-
سوداگري3 days agoد افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې ټیټې تاریخي کچې ته رسېدلې
-
International Sports3 days agoانګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړل؛ د ایران په برید کې امریکایي پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه20 hours agoخلیل الحیه د حماس نوی مشر شو
-
تازه خبرونه16 hours agoد نورستان په سېلابونو کې ۲۳ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او نږدې ۱۰۰ نور نادرکه دي
