تازه خبرونه

د ایران او افغانستان راکړه ورکړه د ټولې اروپا پر پرتله ډېره ده – عباس عراقچي

هغه د ایران له “خبر آنلاین” سره په  مرکه کې ویلي؛ ایران باید پر افغانستان تمرکز وکړي او د هېواد سرحدي ولایتونه له افغانستان سره کولی شي د سوداګرۍ په پراختیا کې بنسټیز رول ولوبوي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتوالی اعلان کړی او وایي، چې اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ټولو اروپایي هېوادونو سره د ایران د سوداګرۍ پر پرتله ډېره ده.

هغه د ایران له “خبر آنلاین” سره په  مرکه کې ویلي؛ ایران باید پر افغانستان تمرکز وکړي او د هېواد سرحدي ولایتونه له افغانستان سره کولی شي د سوداګرۍ په پراختیا کې بنسټیز رول ولوبوي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي ستونزو ته په نغوته کې ویلي، چې سیمه‌ییز چارواکي کولی شي اړوند ستونزې حل کړي.

د عباس عراقچي د څرګندونونو له مخې؛ په داسې حالت کې، چې ایران تر بندیزونو لاندې دی “ډېری ستونزې د ولایتي چارواکو له‌خوا حل ” او د ګاونډ هېوادونو ډېری اړتیاوې پوره کېدی شي.

دغه راز ایراني رسنیو د جمعې پر ورځ (د لړم شلمه) راپور ورکړ، چې په ۱۸ واګونونو کې د سیمنټو د بوریو لومړۍ جوپه افغانستان ته روانه شوې او دا صادرات به هره اوونۍ ۱۰۰۰ ټنه وي.

رویټرز تېره اوونۍ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد د څرګندونو له مخې راپور ورکړ؛ “په تېرو شپږ میاشتو کې له ایران سره سوداګري ۱.۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې، چې د پاکستان له سوداګرۍ څخه، چې ۱.۱ میلیارډ ډالر ده؛ ډېره ده.”

Trending

Exit mobile version