سیمه ییز خبرونه
د ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو
د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د امریکا د بریدونو د درېیم پړاو په ځواب کې د عمان د دُقم بندر د ملاتړ او سون توکو رسولو هغه مرکزونه پر نښه کړل، چې د امریکا الوتکولرونکو بېړیو کارول او دا ادعا هم کوي، چې دغه تاسیسات یې له منځه وړي دي.
د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ په لړ کې امریکايي ځواکونو د ایران د پوځي هدفونو پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. دغه اقدام په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ له برید وروسته شوی؛ هغه برید، چې واشنګټن یې پړه پر تهران اچوي.
د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د امریکا د بریدونو د درېیم پړاو په ځواب کې د عمان د دُقم بندر د ملاتړ او سون توکو رسولو هغه مرکزونه پر نښه کړل، چې د امریکا الوتکولرونکو بېړیو کارول او دا ادعا هم کوي، چې دغه تاسیسات یې له منځه وړي دي.
دغه راز د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ(سنټکام) ویلي، چې پر ایران یې د بریدونو درېیم پړاو پای ته رسولی دی.
سنټکام ویلي، په دې عملیاتو کې یې شاوخوا ۱۴۰ پوځي هدفونه، چې د راکټونو او بېپیلوټه الوتکو اډې، سمندري تاسیسات، د مهماتو زېرمې، د مخابراتو شبکې او د ساحلي څارنې مرکزونه په کې شامل دي؛ پر نښه کړي دي.
سنټکام دا ادعا هم کړې، چې له تېرو درې شپو راپدېخوا یې په ټولیزه توګه ایران کې له ۳۰۰ څخه ډېر پوځي هدفونه تر برید لاندې راوستي دي.
د امریکا پوځ ویلي، له دغو عملیاتو موخه په هرمز تنګي کې سوداګریزو بېړیو ته د ګواښ پېښولو لپاره د ایران د وړتیاوو کمزوري کول دي.