تازه خبرونه
د ایران او پاکستان چارواکو د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وکړې
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف علي خان دراني سره وکتل او د افغانستان پر روانو حالاتو یې بحث او خبرې وکړې.
د ایران بهرنیو چارو وزیر د سیمې او افغانستان په پرمختګونو کې د ایران او پاکستان اغېزناک رول ته په نغوته کې هیله وښوده، چې د مشورو بهیر به په سیمه او په تېره بیا په افغانستان کې د نورې سولې او ارامۍ سبب هم شي.
امیر عبداللهیان د افغانستان د وضعیت د ارزونې او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د ګاونډ هېوادونو د ګټو په چوکاټ کې د سیمه ییزو نوښتونو پر ملاتړ د ټینګار ډاډ څرګند کړ.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي خان دراني هم د دواړو لوریو ترمنځ د نظريو د تبادلې او خبرو اترو له فرصته خوښي څرګنده کړه او په بېلابېلو سياسي او امنيتي اړخونو کې يې د افغانستان د پرمختګونو او شرايطو په اړه د خپلې ارزونې پر وړاندې کولو له ایران سره د پاکستان د همکاريو لیوالتيا ښکاره کړه.
ایران هم د سولې په ټینګښت کې د مرستې ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې پر ثبات ټینګار وکړ.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د دوشنبې پر ورځ له ایران سره د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مشورو په ځانګړي توګه د افغانستان د پرمختګونو په اړه تهران ته سفر کړی دی.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروسته دا ایران ته د اصف علي خان دراني لومړنی رسمي سفر دی.
