سیمه ییز خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر د پاکستان او هند ترمنځ د منځګړیتوب لپاره اسلام‌آباد ته رسېدلی

د عباس عراقچي سفر په سیمه کې د وروستیو کړکیچونو له پیل راپدېخوا پاکستان ته د یو لوړ پوړي بهرني چارواکي لومړی سفر دی.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوشنبې پر ورځ اسلام‌آباد ته رسېدلي، چې په هندي کشمېر کې د تېرې میاشتې پر سیلانیانو له مرګوني برید وروسته د شخړو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د هند او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د عباس عراقچي سفر په سیمه کې د وروستیو کړکیچونو له پیل راپدېخوا پاکستان ته د یو لوړ پوړي بهرني چارواکي لومړی سفر دی.

د اسلام‌آباد هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم عراقچي د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو له هرکلی سره مخ شوی دی.

ټاکل شوې، چې د دې سفر په بهیر کې هغه له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار، ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف سره خبرې اترې وکړي.

په هند کې د ایران سفارت ویلي، چې عباس عراقچي به د پنجشنبې پر ورځ هم ډیلي ته سفر وکړي.

تر دې دمه په دې اړه، چې آیا دا لیدنې له وروستي تاوتریخوالي څخه مخکې پلان شوې وې او که څنګه څه ویل شوي ندي.

د پاکستان پوځ له تېرې اوونۍ راپدېخوا له هغې وروسته، چې د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ اعلان وکړ، چې هند پر دغه هېواد د پوځي برید پلان لري؛ په لوړه کچه تیارسئ دي.

د اپریل پر دوه‌ویشتمه د هند تر ادارې لاندې کشمیر د پهلګام پر سیلانیانو برید وشو؛ ۲۶ کسان، چې ډېری یې هندو سیلانیان ول ووژل شول. نوي ډیلي پاکستان په دې برید کې پر لاس لرلو تورن کړ.

پاکستان هم په برید کې هر راز لاس لرل رد کړل او د دې موضوع په اړه یې د خپلواکې نړیوالې پلټنې وړاندیز وکړ؛ خو نوي ډیلي تر اوسه دا وړاندیز ندی منلی.

دغه راز امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو له دواړو خواوو غوښتي، چې د تاوتریخوالي له زیاتولو ډډه وکړي.

د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته دواړو هېوادونو د یو بل ډیپلوماټان او وګړي وشړل او خپل هوايي حریم یې د یو بل لپاره وتاړه.

کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ یوه جنجالي سیمه ده، چې دواړه هېوادونه یې د خپلواکۍ ادعا کوي.

تر اوسه پورې، د دواړو هېوادونو ترمنځ له درې جګړو څخه دوه یې د کشمیر پر سر شوې او د دوی اړیکې تر ډېره حده د اختلاف او متقابلې بې باورۍ له کبله خړې دي.

Trending

Exit mobile version