سیمه ییز خبرونه
د ایران بهرنیو چارو وزیر نن سعودي عربستان ته ځي
د ایران دولتي تلویزیون څرګنده کړې، چې نن پنجشنبه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان سعودي عربستان ته سفر کوي.
په تېر جون میاشت کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د مارچ پر میاشت د دیپلوماتیکو اړیکو له بیا پیلیدو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل لومړني سفر پرمهال له ایراني چارواکو سره وکتل.
په مارچ میاشت کې ایران او سعودي عربستان د چین پر منځګړیتوب هوکړه وکړه، چې دیپلوماتیکې ناندرې پای ته رسوي او له کلونو دښمنۍ وروسته هغه اړیکې بېرته رغوي، چې په خلیج، یمن، سوریه او لبنان کې یې سیمهییز ثبات له خطر سره مخ کړی و.
سعودي عربستان په ۲۰۱۶ ز. کال کې له هغې وروسته له ایران سره اړیکې پرې کړې، چې لاریونکوونکیو په تهران کې د دې هېواد پر سفارت برید وکړ، چې بیا د ریاض لهخوا د یوه مشهور شیعه عالم د اعدام په غچ کې شو او له ایران سره یې اړیکې پرې کړې.