تازه خبرونه
د ایران بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کوي
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو درېیم رییس ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی.
کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر له اعلان وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ویلي، چې دا سفر کولی شي دوه اړخیزې اړیکې یو نوي پړاو ته ورسوي.
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو درېیم رییس ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی.
هغه زیاته کړې: ” کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي راتلونکی سفر د دې اړیکو د پیاوړتیا پر لوري یو رغنده ګام دی او کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یوې نوې مرحلې ته ورسوي.”
په کابل کې د ایران سفارت نن (پنجشنبه د سلواغې څلورمه) افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له راتلونکي سفر خبر ورکړی دی.
سفارت د سفر د دقیقې نیټې او هدف په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې په کابل کې د ایران سفارت د دې سفر د نېټې او هدف په اړه جزئیات ندي ورکړي.
