تازه خبرونه
د ایران د اوبو د حق مسله د تفاهم له لارې حل شوې ده – مولوي عبدالکبیر:
د ایران اسلامي جمهوریت سفیر علي رضا بیګدلي د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او وایي، چې د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران د سفارت له چارسمبالي علی رضا بیګدالي سره په یوه کتنه کې ویلي، چې د اوبو د حق موضوع د دواړو خواوو ترمنځ د متقابل تفاهم له لارې حل شوې او په دې برخه کې نامسؤلانه څرګندونې کولی شي د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزه وکړي.
د ایران اسلامي جمهوریت سفیر علي رضا بیګدلي د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او وایي، چې د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي.
همدارنګه یې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته تهران ته د سفر بلنه ورکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو د کوربتوب له کبله له ایران څخه د مننې ترڅنګ وویل، افغان کډوالو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. له هغوی سره دې نرمي وشي او د افغان کدوالو له اجباري ایستلو دې ډډه وشي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت اجازه نه ورکوي، چې له هېوادونو سره اړیکي یې د نورو له لوري تر اغېز لاندې شي، بلکې افغانستان د سیمهییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په هڅه کې دی.
