سیمه ییز خبرونه
د ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ نه یوازې تاوتریخوالی زیات شوی، بلکې ایران وروستي پراخ لاریونونه هم سخت ځپلي دي.
د اوروژنې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر ورځ د ایران په جنوبي بندري ښار بندرعباس کې د لومړنیو ارزونو له مخې د ګاز ډبې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ نه یوازې تاوتریخوالی زیات شوی، بلکې ایران وروستي پراخ لاریونونه هم سخت ځپلي دي.
د اوروژنې ادارې مشر محمد امین لیاقت د ایران نیمه رسمي خبري اژانس «مهر» ته په یوه خپره شوې ویډیو کې کې ویلي چې پېښه د ګاز ډبې د لیک کېدا له کبله رامنځته شوې او دوی به په څو ساعتونو کې نور جزئیات وړاندې کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښيي، چې خلک د یوې ویجاړې شوې ودانۍ مخې ته د ویجاړیو او خرابو موټرو خواوشا ولاړ دي.
رویټرز خبري سرچینې ویلي، چې د ودانیو، ونو او د سړک د جوړښت د څېړنې له لارې یې د ویډیو ځای تائید کړی؛ خو رویټرز ونه شو کولی په خپلواکه توګه د ویډیو د ثبت نېټه تائید کړي.
په یوه بله جلا پېښه کې د عراق پولې ته نږدې د اهواز په ښار کې د ګاز د یوې بلې ډبې د چاودنې له کبله څلور کسان وژل شوي دي. دا خبر «تهران ټایمز» دولتي سرچینې خپور کړی؛ خو نور معلومات سمدستي ورکړ شوي ندي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر دوهویشتمه ویلي وه، چې یوه «بحري کښتۍ» د ایران پر لور روانه ده.
د جمعې پر ورځ څو سرچینو ویلي، چې ټرمپ پر ایران د ممکنه هڅو ارزونه کوي، چې په کې د امنیتي ځواکونو پر ضد هدفمند بریدونه هم رانغاړي.
د ایران یو لوړپوړي امنیتي چارواکي علي لاریجاني د شنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې له امریکا سره د خبرو لپاره د چوکاټ پر جوړولو کار روان دی او هغه څه یې کمارزښته وبلل، چې دا ورته «د رسنیو مصنوعي جګړه» وایي.
ټرمپ د فاکس نیوز خبریالې جاکي هاینریش ته، چې هغې په ایکس کې خپرې کړي ویلي؛ ایران «د خبرو په حال کې دی؛ نو ګورو، چې څه به کېږي».
هغې د ټرمپ له قوله دا هم لیکلي: « تاسې پوهېږئ، چې مونږ یې د وروستیو خبرو پر مهال اټومي پروګرام له منځه یووړ؛ خو کار یې ورنکړ. بیا مو په بله بڼه له منځه یووړ او اوس به وګورو، چې څه کېږي.»
د شنبې د ورځې د دوه چاودنو له راپورونو مخکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان امریکایي، اسرائیلي او اروپايي مشران تورن کړي وه، چې د ایران له اقتصادي ستونزو ناوړه ګټه اخلي؛ خلک پاروي او هغوی ته داسې وسایل برابروي، چې «ملت ټوټه ټوټه کړي.»
د ایران نیمه رسمي خبري سرچینې تسنیم ویلي؛ په ټولنیزو رسنیو کې هغه راپورونه، چې ګواکې د بندرعباس په چاودنه کې د سپاه پاسداران د سمندري ځواک یو قومندان پر نښه شوی؛ « بشپړناسم» وباله.
دوه اسرائیلي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې اسرائیل د شنبې د ورځې په چاودنو کې هیڅ لاس نلري.
د امریکا د جنګ وزارت (پنتاګون) سمدستي له نظر څرګندولو ډډه کړې ده.
بندرعباس د ایران تر ټولو مهم کانتټنري بندر دی، چې د هرمز تنګي پر غاړه پروت دی. دا تنګی د ایران او عمان ترمنځ یو اړینه سمندري لار ده، چې شاوخوا د نړۍ د سمندري تېلو پېنځمه برخه ترې تېرېږي.
دغه بندر د تېر کال په اپریل کې هم د یوې سترې چاودنې شاهد و، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او له ۱۰۰۰ ډېر ټپیان شول.
هغه مهال یوې پلټونکې کمیټې دا پېښه د ملکي دفاع او امنیتي اصولو په پلي کولو کې د نیمګړتیاوو پایله بللې وه. ایران له هغې راپدېخوا د پراخو ولسي لاریونونو شاهد دی، چې د اقتصادي ستونزو له کبله د تېر کال په ډسمبر کې پیل شول او دا د هېواد د روحاني واکمنانو لپاره له سترو ننګونو څخه بلل کېږي.
په امریکا کې میشت د بشري حقونو سازمان HRANA ویلي، چې په دغو لاریونونو کې لږ تر لږه ۶۵۰۰ کسان وژل شوي، چې سلګونه یې امنیتي ځواکونه دي.