تازه خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له پلاوي سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۴۰۲)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یکشنبې پر ورځ په تهران کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي امیر خان متقي پر مشرۍ د اسلامي امارت له یوه پلاوي سره وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امیر خان متقي سره په کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي او د اوبو د مسئلې په ګډون د شته ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ او هیله من شو، چې د افغانستان د حکومت چارواکي به د دې ستونزې د اواري لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

امیر خان متقي له خپل ايراني سيال سره په ايران کې د افغان بنديانو او مهاجرينو د وضعيت او د هغوى د ستونزو د حل په اړه هم خبرې کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په دغو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

امیرخان متقي په تهران کې له افغانستان سفارته هم لیدنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې ویډیو کې امیر خان متقي د سفارت له مشر، ډیپلوماټانو او کارکوونکیو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې امیر خان متقي د سفارت د کارکوونکیو غوښتنې او اندېښنې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

همدا راز امیر خان متقي له خپل ایراني سیال سره په ایران کې د افغان زندانیانو او مهاجرینو د وضعیت او اړوند ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د شنبې پر ورځ د ایران پر بلنه د فلسطین د مسئلې په اړه د تهران په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

Trending

Exit mobile version