تازه خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د امریکا پر سیاستونو نیوکه وکړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۱, ۱۴۰۰)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تېرو شل کلونو کې د افغانستان په اړه د امریکا او ناټو پر ناسمو سیاستونو نیوکه وکړه او وایي، چې له ګاونډ هېوادونو سره یې د افغانستان اړیکې خرابې کړې دي.

د ایران حکومت په په ډاګه کړې، چې عبداللهیان دغه څرګندونې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د کتنې پر مهال کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د افغانانو هڅو وښوده، چې هیڅ بهرنی ځواک نشي کولی افغانستان اشغال کړي.

د ایران حکومت ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه مثبتې څرګندونې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې هېواد به یې د افغانانو د ستونزو د اوارولو لپاره خپلې سیمه ییزې وړتیاوې هم وکاروي.

امیر عبداللهیان زیاته کړې، چې د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې پانګه باید د اقتصادي پرمختګ لپاره د بشردوستانه بنسټونو پر بنسټ خوشې شي.

افغان پلاوي ایران ته په خپل سفر کې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د مبارزې او همدارنګه د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د اسلامي امارت د پلان په اړه ډاډمنې څرګندونې کړې دي.

مولوي متقي ویلي، چې ایران تل د افغانستان ملاتړ کړی او په افغانستان کې نوی حکومت د هیڅ ګاونډي پر ضد ندی.

نوموړی وایي: که څه هم امریکا له شرمېدلې ماتې سره له افغانستان څخه ووته؛ خو د افغانانو پر وړاندې یې خپل سیاستونه روان وساتل، چې پایله یې د افغانستان د اتیا سلنه خلکو اقتصادي ځپنه شوه.

په دې کتنه کې افغان او ایراني لوریو د هلمند د اوبو پر ګډې هوکړې هم خبرې وکړې او د اسلامي امارت پلاوي ویلي، چې یو کمیسیون به پدې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي، چې متقي ایران ته د خپل سفر پر وخت په افغانستان کې د ایران له استازي حسن کاظمي قمي سره هم کتلي دي.

بلال کریمي زیاته کړې، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیتي مسایلو په اړه هم خبرې وکړې او هوکړه وشوه، چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت باید منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره ونښلوي.

Trending

Exit mobile version