سیمه ییز خبرونه

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي مرکز نوی قومندان ووژل شو- د اسرائیل پوځ

د اسرائیل پوځ د څرګندونو له مخې، شادماني د ایران رهبر علي خامنه‌یی ته یو له نږدې کسانو څخه و.

Published

on

د اسرائیلو پوځ د سې‌شنبې پر ورځ( د غبرګولي پر اووه‌ویشتمه ) ادعا وکړه، چې دوی د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي مرکز نوی ټاکل شوی قومندان علي شادماني په تهران کې پر نښه کړ.

د اسرائیل پوځ د څرګندونو له مخې، شادماني د ایران رهبر علي خامنه‌یی ته یو له نږدې کسانو څخه و.

هغه څلور ورځې مخکې د خامنه‌یی پر سپارښتنه د غلام علي رشید د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی و.

د ایران پوځ د ځمکنیو ځواکونو قومندان کیومرث حیدري ویلي؛ پر اسرائیل د ډرون درانده بریدونه له “نويو او پرمختللو وسلو” سره پیل شوي، چې په راتلونکو ساعتونو کې به پراخ شي.

دغه راز اسرائیلي رسنیو د اسرائیلو د کورني جبهې مرکز د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د ډرون له شکمن نفوذ وروسته د ګولان په لوړو کې د خطر زنګونه اورېدل شوي.

Trending

Exit mobile version