Connect with us

تازه خبرونه

د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا لسګونه افغان کډوال ووژل شول

ځینو رسنیو د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ایراني سرحدي ځواکونو شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال پر نښه کړي او له ۲۰۰ ډېر یې وژلي دي.

خپور شوی

د

د بشري حقونو یوې ټولنې حال‌وش د راپور له مخې؛ د ایران سرحدي ځواکونو د سراوان په کلګان سیمه کې پر افغان مهاجرینو، چې غوښتل یې ایران ته واوړي ډزې کړي او لسګونه کسان یې وژلي دي.

حال‌وش د سې شنبې پر ورځ (د تلې څلیریشتمه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو له مخې خبر ورکړی، چې له ۳۰۰ افغان مهاجرو څخه شاوخوا ۶۰  یا ۷۰ کسان ژوندي پاتې شوي او پاتې نور ټول وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

ځینو رسنیو د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ایراني سرحدي ځواکونو شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال پر نښه کړي او له ۲۰۰ ډېر یې وژلي دي.

د سراوان کلګان سیمه د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې پرته ده او د پاکستان د بلوچستان ایالت له پنجګور سیمې سره ګډه پوله لري. داسې ښکاري، چې افغان کډوالو غوښتل د پاکستان له لارې ایران ته ننوځي.

دا پېښه په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني د ایران له استازي حسن کاظمي قُمي سره په کابل کې وکتل او نوموړي ته یې ویلي، چې اسلامي امارت هم هېواد ته د مهاجرینو د راستنولو پرېکړه کړې ده؛ خو په دې اړه باید  یو ګډ میکانیزم رامینځته شي، چې د ک‌ډوالو راسنېدا پر عزا او درناوي تر سره شي.

د اسلامي امارت دې چارواکي له ایران څخه له ۴۰ کلونو راپدېخوا د مهاجرینو له کوربتوبه د مننې تر څنګ ویلي، چې په دې اړه باید له زغمه کار واخیستل شي.

د ایران سفیر دا هم ویلي، چې هېواد یې په هر ډول سختو حالاتو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او تر پایه به ولاړ وي.

هغه په ​​ایران کې له کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه “جعلي” وبلل او زیاتوي، چې ایران د کډوالو “ټولو حقونو” ته پاملرنه کوي.

تر اوسه ايراني چارواکو د دې پېښې په اړه څه ندي ويلي او د مرګ او ژوبلې کره او پوره شمېر هم په ډاګه شوی ندی.

د افغانستان اسلامي امارت هم تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو اتمه غونډه به د اوکټوبر پر پېنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

بېلاروس او مصر په دې غونډه کې  مېلمانه دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په غونډه کې وینا وکړي.

دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره ځانګړې لیدنه هم وکړي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، د روسیې او افغانستان د چارواکو په دوه‌اړخیزه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند روانو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د «مسکو فارمټ» په پراخه غونډه کې به د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.

زاخارووا زیاته کړې؛ تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #مسکو‌فارمټ #روسیه #لاوروف #زاخارووا

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ او هلمند ۹ ملکي وګړي «شهیدان» شوي – ذبیح مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، چې تېره شپه د پاکستاني الوتکو د هوايي بریدونو له کبله د کونړ او هلمند په اړوند  سیمو کې د ښځو او ماشومانو پر ګډون ۹ ملکي وګړي« شهیدان» شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان نور ټپیان شوي او درې استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« مونږ دا عمل غندو او د ټولو منل شویو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بولو.»

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د افغانانو د السیلیه کمپ د تړل کېدو بهیر ۹ میاشتې وځنډول شو

د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هم‌مهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ادارې په قطر کې د «السیلیه» کمپ د تړل کېدو بهیر د نهه میاشتو لپاره ځنډولی دی. په دې کمپ کې له زر ډېر افغانان، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال همکاري کړې؛ مېشت دي.

د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هم‌مهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.

په کمپ کې ټولټال ۱۰۳۹ افغانان مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال د ژباړونکو او په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د کمپ د فعالیت د غځولو په اړه سمدستي څرګندونې نه‌دي کړي؛ خو څرګندوي: د داسې حللارې د موندلو هڅه کوي، چې د کمپ د اوسېدونکو امنیت خوندي شي او هغوی وکولی شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!