تازه خبرونه
د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې د نیمروز امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په درویش سیمه کې نن (یکشنبه د زمري نهمه) د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو او د ایران د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ايراني ځواکونو د ګزمې پر مهال پر افغان سرحرحدي ځواکونود سپکو او درندو وسلو ډزې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې جګړه کې د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.
دغه راز ویل شوي، چې د اسلامي امارت سرتېرو په دې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی؛ خو پېښه یې له مرکز سره شریکه کړې، چې دا ډول ستونزې په لوړه کچه حل او په راتلونکي کې د جګړو مخه ونیول شي.