سیمه ییز خبرونه

د ایران د صادراتو او وارداتو کچه ۳۵ سلنه راټیټه شوې

پزشکیان ویلي، سره له اقتصادي فشارونو؛ ایران له امریکا سره د جون د لنډمهالې هوکړې پر مهال شاوخوا ۹۰ میلیون بېرله تېل پلورلي دي. هغه د دغې هوکړې د بیا پلي کېدا غوښتنه کړې ده.

Published

on

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي، د امریکا د بندیزونو او د ایران د بحري بندرونو د محاصرې له کبله د دغه هېواد صادرات او واردات نږدې ۳۵ سلنه کم شوي دي.

پزشکیان ویلي، سره له اقتصادي فشارونو؛ ایران له امریکا سره د جون د لنډمهالې هوکړې پر مهال شاوخوا ۹۰ میلیون بېرله تېل پلورلي دي. هغه د دغې هوکړې د بیا پلي کېدا غوښتنه کړې ده.

دغه راز د ایران حکومت ویلي، چې د جګړې او بندیزونو د اقتصادي پایلو مخنیوی یې لومړیتوب دی. د انفلاسیون کمول، د بازار سمبالول، د کار زمینه برابرول، د کورني تولید ملاتړ او له ډالر سره د تړاو کمول د یادو پروګرامونو له ډلې دي.

د راپورونو له مخې، په ایران کې کلنی انفلاسیون تېره میاشت ۶۶ سلنې ته رسېدلی دی. د ایران رهبر هم له حکومته غوښتي، چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره جدي ګامونه واخلي.

تهران ټینګار کړی، چې د امریکا د فشارونو پر وړاندې به شاتګ ونه‌کړي او خپلې ډیپلوماټیکې هڅې به روانې وساتي. قطر او پاکستان هم د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو او هوکړې د بیا پیل لپاره هڅې کړې دي.

د هرمز تنګی اوس هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه دی.

دغه اوبلاره له جګړې مخکې د نړۍ د شاوخوا ۲۰ سلنې تېلو او مایع ګازو د لېږد لپاره کارېده او ایران وايي، چې د دې لارې کنټرول له دوی سره دی.

Trending

Exit mobile version