Connect with us

لوبی

د ایران د فوټبال لوبغاړې د جنسیت معلومولو لپاره دې څېړنه وشي – اردن

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۴۰۰)

فرانس ۲۴ څرګنده کړې؛ اردن له آسیا فوټبال کنفډراسیون (ای اف سي) څخه وغوښتل، چې د ایران د ښځینه فوټبال لوبډلې ​​د ورساتونکې( ګول کیپر) د جنسیت معلومولو لپاره دې څېړنې پیل کړي.

ایران د سپټمبر پر ۲۵ له ګول وهنې پرته مساوي کیدو وروسته اردن ته ۲-۴ د پنالټي پر ترسره کولو اردن ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د میرمنو ۲۰۲۲ آسیا کپ ته لاره پیدا کړه.

د اردن د فوټبال ټولنې مشر شهزاده علي بن الحسین د یکشنبې پر ورځ په یوه ټویټ کې د ایران ورساتونکې تر پوښتنې لاندې ونیوله او د جنسیت د تصدیق غوښتنه یې وکړه.

هغه زیاته کړې، چې ورساتونکی نرینه دی؛ خو د میرمنې په بڼه راښکاره شوی.

فرانس ۲۴ په ډاګه کړی، چې حسین دا مسله اړینه نومولې ده.

د ایران لوبډلمشرې مریم ایراندوست دغه تورونه رد کړل.

ایراندوست د یکشنبې پر ورځ ورزش ۳ خبري سایټ ته ویلي: طبي کارکوونکیو د ملي لوبډلې د هر لوبغاړی هورمونونه معاینه کړي او په دې اړه کومه ستونزه نشته او زه ټولو مینه والو ته د اندېښنې نه کولو ډاډ ورکوم.

نوموړې زیاته کړې؛ مونږ به په دې اړه که د آسیا فوټبال کنفډراسیون یې وغواړي له وخت ضایع کولو پرته هر راز اسناد چمتو کولی شو.

د ایران ورساتونکې زهره کودايي د اردن لوبډلې د دوه ګولونو مخه پخپله وړتیا ونیوله او ایران یې موخې ته ورساوه.

د اردن فوټبال ټولنې ادعا کړې، چې د ایران ښځینه لوبډله د جنسیت او ډوپینګ روښانه تاریخ لري او د دغه بهیر د څېړلو غوښتنه یې کړې.

ټاکل شوې، چې د میرمنو ۲۰۲۲ آسیا کپ د سیالیو کوربتوب به په جنوري میاشت کې هند پرغاړه ولري.

لوبی

د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړه‌راکښونکی ګول ترسره کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځمه لوبه کې د موج ساحل لوبغاړي شاه نصیر نوري جوانان واحدي لوبډلې ته د ډګر له نیمایي څخه پخپل زړه‌راکښونکې ګول یو د صفر پر توپیر بریا خپله کړه.

د دغو سیالیو په شپږمه لوبه کې، چې پر همدې ورځ ترسره شوه؛ میوند لوبډلې عد الت فراه ته ۲ پر ۱ماتې ورکړه.

د لوبې لومړی ګول د عدالت فراه له لوري عبدالعلي واحدي په شپږدېرشمه دقیقه کې ترسره کړ؛ خو د میوند لوبډلې رحیم الله د لوبې د لومړۍ نیمايي له پای ته رسېدو لږ مخکې لوبه مساوي کړه.

عبدالرحمن محمدي د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې ګټونکی ګول ترسره کړ او لوبډلې ته یې د ډګر بریا ورپر برخه کړه.

نن سې شنبه ( د غویي څلورمه ) غرمه مهال یوه بجه به ابو مسلم فراه له خراسان فاریاب سره او له غرمې وروسته درې نیمې بجې به سرسبز یاشلر د عینو مېنې پر وړاندې لوبه وکړي.

دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

لوبی

عینو مېنې، استقلال کابل او اټک‌انرژي فوټبال لوبډلې، خدیم اف‌سي مات کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د افغانستان اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو په درېیمه لوبه کې عینو مېنې د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د استقلال کابل لوبډلې ته ۳ـ۰ ماتې ورکړه او په څلورمه لوبه کې بیا اټک انرژي پر همدې پایلې خدیم اف‌سي ته ماتې ورکړه.

د عینو مېنې لوبډلې درې ګولونه؛ دوه ګوله نبي مقدس او یو هغه حمید نورزي وواهل. د اټک انرژی لپاره علي رضا پناهي، بهنام او محبوب حنفي ګولونه ووهل.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د شنبې پر ورځ پیل شو، چې په پیلیزه لوبه کې ابو مسلم لوبډلې سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

په دوه‌یمه لوبه کې سورخپوشان خوافي، خرآسان لوبډلې ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه.

ټاکل شوې نن (دوشنبه د وري درېیمه / د اپریل دوه‌ویشتمه) دوه لوبې ترسره شي.

لومړۍ لوبه به د جوانان‌واحدي او موج‌ساحل ترمنځ غرمه مهال پر ۱:۰۰ پیل شي.

دوه‌یمه هغه به له غرمې وروسته ۳:۳۰ د عدالت فراه او میوند ترمنځ  شي.

دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نن (پنجشنبه د وري دېرشمه) د آسیا ملتونو جام د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ایران پر وړاندې ۱ پر ۳ ماتې وخوړه.

د افغانستان او ایران فوټسال ملي لوډلو ترمنځ دا لوبه د تایلینډ په بنکاک ښار کې د دغو سیالیو په ډي ګروپ کې ترسره شوه.

د افغانستان لپاره یوازنی ګول مهران غلامي تر سره کړ.

د هېواد فوټسال ملي لوبغاړي به د راتلونکې شنبې پر ورځ د دې سیالیو په دوه‌یمه لوبه کې د کویټ له لوبغاړو سره مخ شي.

د افغانستان د آسیا ملتونو په فوټسال جام کې له ایران، بحرین او کویټ سره د یوه ګروپ ډلې دي.

د يادونې ده، چې د آسيا ملتونو فوټسال جام د ټایلیند پر کوربتوب نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره د نړۍ د ۱۶ هېوادونو ترمنځ د ترسره کېدو په حال کې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!