نړۍ
د ایران د پوځي جیټ د راغورځېدو په پېښه کې درې کسان مړه شول
(Last Updated On: کب ۲, ۱۴۰۰)
د ایران د هوایي ځواک یو F5 جیټ د دوشنبې پر سهار (د کب ۲) د تبریز استوګنې په یوه سیمه کې راوغورځېده؛ دوه د جیټه پیلوټان او یو ملکي وګړی مړه شوي دي.
د الوتکې د غورځېدو لامل “تخنیکي نیمګړتیا” ښودل شوې ده.
دا الوتکه په تبریز کې د شهید فکوري د دوه یمې ښکاري اډې اړونده ده.
د دغې اډې د عامه اړیکو مسوول ویلي، چې دغه جنګي الوتکه د تبریز په شمال لویدیځه حنډه کې راغورځېدلې ده.
د تبریز د سرې میاشتې ټولنې مشر ویلي، الوتکه د یوه ښوونځي له دیوال سره ولګېده او له نېکه مرغه، چې ښوونځی رخصت و.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې دوه پيلوټان او يو ملکي وګړى، چې په شخصي موټر کې سپور و؛ مړه شوي دي.
د تبریز فکوري د هوايي اډې د قومندان د څرګندونو له مخې؛ دغه الوتکه په روزنیز ماموریت کې وه، چې د تخنیکي ستونزې له کبله رالوېدلې ده.