تازه خبرونه

د ایران د کرمان چاودنې د داعش د خراسان څانګې کار و- د امریکا استخبارات

Published

on

رویټرز خبري سرچینې د امریکا د استخباراتي سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د ایران په کرمان ښار کې چاودنې د داعش د خراسان څانګې له لوري ترسره شوې دي.

یادې سرچینې د جمعې پر ورځ رویټرز ته څرګنده کړې؛ له اړیکو څخه ترلاسه شوې څرګندونې ښیي، چې دا برید د داعش خراسان څانګې ترسره کړی دی.

د ایران په کرمان ښار کې د تېرې چارشنبې چاودنې د ۱۹۷۹ ز. کال له اسلامي انقلاب راپدیخوا په ایران کې د خپلې بڼې تر ټولو خونړي بریدونه ول.

داعش د پنجشنبې پر ورځې د دغو بریدونو پړه پر غاړه واخیسته او څرګندوي، چې دا یې د خپلو دوه ځانمرګو بریدګرو له لوري د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د پخواني قومندان قاسم سلیماني په یاد په جوړو شویو مراسمو کې ترسره کړي دي.

داعش دا نه‌دي ویلي، چې دا برید د خراسان څانګې تر سره کړی دی.

د امریکا یوې استخباراتي سرچینې رویټرز خبري سرچینې ته ویلي؛ امریکا راڼه معلومات لري، چې دا بریدونه د داعش خراسان څانګې کړې دي.

د ایران حکومت د جمعې پر ورځ څرګنده کړې: په دغو بریدونو کې، چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ یوولس کسان نیولي او له هغوی څخه چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

له دې مخکې د ایران د ولسمشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي په ایکس پاڼه کې ادعا کړې وه، چې دا برید د امریکا او اسرائیل کار دی او ترهګر یې لاسپوڅي دي.

دا مراسم د سپای پاسداران د قومندان قاسم سلیماني په یاد نمانځل کېدل، چې په ۲۰۲۰ کې د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې لخوا ووژل شو.

Trending

Exit mobile version