سیمه ییز خبرونه
د ایران سپاه پاسدارانو په اډه کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د ایران سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې د سې شنبې پر ماښام ( د غویی دولسمه ) په ایران کې د سپاه پاسدارانو په یوه اډه کې چاودنې دوه کسان وژلي او درې ټپیان دي.
د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا څرګنده کړې، چې دا چاودنه د سمنان ولایت د شمال د دامغان ښار په څنډه کې د سپاه پاسدارانو په قرارګاه کې د مهماتو د لېږد پر مهال رامنځته شوې ده.
د دامغان سپاه پاسدارانو په ډاګه کړې، چې د چاودنې له کبله د دغه مرکز ۲ کارکوونکي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
له دې مخکې پارس خبري آژانس ليکلي وه، چې دغه پېښه هلته د مهماتو د لېږد پر مهال رامنځته شوې او لامل يې تر څېړنې لاندې دى.
د دې چاودنې د احتمالي زیانونو په اړه څه ویل شوي نهدي.
