سیمه ییز خبرونه
د ایران مهم اټومي سایټونه د امریکا د هوايي بریدونو له کبله له منځه تللي دي – ټرمپ
له څو ورځو بحثونو وروسته او د هغه د دوه اوونیز ضرب الاجل څخه وروسته د ټرمپ پرېکړه وکړه، چې د اسرائیلو د خپل لوی سیال ایران پر وړاندې له پوځي کمپاین سره یوځای شي.
رویټرز راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ ناوخته ویلي، چې امریکایي ځواکونو د ایران درې بنسټیز اټومي سایټونه پر نښه کړل او تهران ته یې خبرداری ورکړ، چې که سوله ونه مني؛ نو له نورو بریدونو سره به مخ شي.
له څو ورځو بحثونو وروسته او د هغه د دوه اوونیز ضرب الاجل څخه وروسته د ټرمپ پرېکړه وکړه، چې د اسرائیلو د خپل لوی سیال ایران پر وړاندې له پوځي کمپاین سره یوځای شي.
ټرمپ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي: “بریدونه یوه په زړه پورې پوځي بریا وه. د ایران مهم اټومي بډایه کولو تاسیسات په بشپړ ډول له منځه تللي دي.”
په دې وینا کې، چې یوازې درې دقیقې یې دوام وکړ ټرمپ وویل، چې د ایران راتلونکې “یا سوله یا تراژیدي” ده او داسې نورې موخې شته، چې امریکایي پوځ یې پر نښه کړي.
نوموړي زیاته کړې؛”که سوله ژر نه رامنځته نشي، مونږ به نورې موخې پر دقت، سرعت او مهارت تعقیب کړو.”
سيبيایس نیوز راپور ورکړ، چې امریکا د شنبې پر ورځ له ایران سره په ډیپلوماټیک ډول اړیکه ونیوله او ویې ویل، چې بریدونه ټول د امریکا پلانونه دي او موخه یې د رژیم بدلون ندی.
په دې راپور کې راغلي ټرمپ ویلي، چې امریکایي ځواکونو د ایران پر درې بنسټیزو اټومي سایټونو: نطنز، اصفهان او فردو برید وکړ. هغه فاکس نیوز ته ویلي، چې پر فردو شپږ سنګر ماتوونکي بمونه غورځول شوي. په داسې حال کې، چې د نورو اټومي ځایونو پر وړاندې 30 تاماهاک توغندي توغول شوي دي
د امریکا یوه چارواکي، د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي، چې په بریدونو کې د امریکا بي-۵۲ الوتکې ښکېل وې.
ټرمپ لیکلي: “په لومړني سایټ فردو کې د بمونو بشپړ بار غورځول شوی. فورډو له منځه تللی دی.”
هغه زیاته کړې: “ایران باید اوس د دې جګړې پر پای ته رسولو هوکړه وکړي.”
رویټرز د شنبې پر ورځ د بي-۵۲ الوتکو د حرکت په اړه راپور ورکړی و، چې کولی شي د سترو بمونو لېږدولو لپاره وکارول شي. د کارپوهان پر اند د فردو د برید لپاره، چې د تهران سویل ته د غره لاندې ښخ شوی دی. احتمال لري، چې د بریدونو اغېزې به څو ورځې وخت ونیسي. که ډېر نه وي.
د تسنیم خبري سرچینې د ایران یوه چارواکي له قوله، تائید کړې، چې د فردو سایټ یوه برخه د “دښمن تر هوایي بریدونو” لاندې راغلي دي.
د ایران دولتي نشراتي شبکې صدا او سیما مرستیال سیاسي مشر حسن عابدیني ویلي، چې ایران څه وخت مخکې دا درې سایټونه خالي کړي دي.
هغه دې چینل ته وویل: ” غني شوي یورانیم زیرمې له اټومي مرکزونو څخه لېږدول شوي او هلته هیڅ داسې مواد ندي پاتې شوي، چې که پر نښه شي؛ د وړانګې به یې زمونږ د هېوادوالو لپاره زیانمنې نشي.”
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ټرمپ ته د هغه د “زړورې پرېکړې” مبارکي ورکړه.
نتانیاهو ویلي: “تاریخ به ثبت کړي، چې ولسمشر ټرمپ د نړۍ پر ترټولو خطرناک رژیم او د نړۍ پر ترټولو خطرناک وسلو برید وکړ.”
رویټرز راپور ورکړی؛ دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي، چې اسرائیل او ایران له یوې اوونۍ څخه ډېره هوایي جګړه کړي په د دواړو هېوادونو خلک له مرګ او ژوبلې سره مخ شوي دي.
اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل او څرګنده کړې يې ده، چې دوی غواړي د تهران د اټومي وسلو د پراختیا هر چانس له منځه یوسي.
ایران ويلي، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سولهییزو موخو لپاره دی.
د لویدیځو هېوادونو لخوا د دښمنیو د بندولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي؛ د شنبې د ورځې بریدونه “په سیمه کې د جګړې خطر له مخکې زیات کړی او دا بریدونه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مستقیم ګواښ” دی.
د امریکا ډیموکراټانو او ځینو جمهوري غوښتونکو قانون جوړووونکو استدلال کړی و، چې ټرمپ باید د ایران پر وړاندې د هر ډول جګړې لپاره د ځواکونو له لېږلو مخکې د له کانګرس څخه اجازه ترلاسه کړي.
د جمهوري غوښتونکو د سنا د وسلوالې کمیټې رییس راجر ویکر د مسیسیپي استازي له دې عملیاتو ستاینه وکړه؛ مګر خبرداری یې ورکړ، چې امریکا اوس “له جدي غوراویو سره مخ شوې ده.
د جمهوري غوښتونکو یو قانون جوړونکي، له توماس ماسي څخه د کنټاکي استازي ویلي، “دا د اساسي قانون له مخې عمل ندی.”
د ډیموکراټانو استازي الکساندریا اوکاسیو-کورټیز ویلي، چې دا “په بشپړ ډول د استیضاح لپاره زمینه برابروي.”
د ټرمپ د MAGA غورځنګ ډېرو غړو په بهرنیو نظامي عملیاتو کې د امریکا د ښکېلتیا مخالفت کړی دی.
د ټرمپ متحد سټیو بینن په خپل وار په پوډکاسټ خونه کې وویل؛ د ولسمشر وینا شاید هغه څه نهوي، چې د MAGA ډېری ملاتړي یې اوریدل غواړي او له ټرمپ یې وغوښتل، چې د دې لپاره “ژور وضاحت” وړاندې کړي، چې ولې د امریکا ښکېلتیا اړینه وه.
له ټرمپ سره تړلي مبصر چارلي کرک په ایکس پاڼه کې ولیکل: “امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ولاړه ده.”
اسرائیل د جون پر دیارلسمه بریدونه پیل کړل او ویې ویل، چې ایران د اټومي وسلو د پراختیا په درشل کې دی.
اسرائیل په پراخه کچه داسې انګیرل کیږي، چې اټومي وسلې لري، چې دا نه تائیدوي او نه یې ردوي.
د ایران دولتي ورځپاڼې نور نیوز د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راپدېخوا په ایران کې لږترلږه ۴۳۰ کسان وژل شوي او ۳۵۰۰ نور ټپیان دي.
په اسرائیلو کې د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اوږدې مودې دښمنانو ترمنځ په بدترین شخړه کې د ایران پر توغندیزو بریدونو ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي دي. د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر پر وینا، له ۴۵۰ څخه ډېر ایراني توغندي د اسرائیلو پر لور توغول شوي دي.
اسراییلي چارواکو ویلي، چې د جګړې له پیل راپدېخوا ۱۲۷۲ کسان ټپیان شوي دي.
