تازه خبرونه

د ایران ولسمشر د اړیکو د نوي پړاو د پیل لپاره افغانستان ته سفر کوي

نوموړي د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ، چې له سیمه‌ییزو ګاونډیو(افغانستان، ترکیې، پاکستان او خلیجي هېوادونو) سره د اړیکو پیاوړتیا به مو د بهرني سیاست بنسټ وي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۵, ۱۴۰۴

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شنبې پر ورځ افغانستان ته د سفر لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او څرګندوي، چې دا سفر به د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو نوی پړاو پیل کړي.

نوموړي د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ، چې له سیمه‌ییزو ګاونډیو(افغانستان، ترکیې، پاکستان او خلیجي هېوادونو) سره د اړیکو پیاوړتیا به مو د بهرني سیاست بنسټ وي.

که دا سفر ترسره شي؛ نو دا به د اسلامي امارت پر مشرۍ د حکومت په چوکاټ کې د ایران لوړ پوړي پلاوی وي، چې کابل ته سفر کوي او ممکن د ډیپلوماټیکو اړیکو پر لور ورسره د بدلون لپاره لار اواره شي.

Trending

Exit mobile version