سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره پاکستان ته دوه ورځنی سفر کړی

د ایران ولسمشر پزشکیان په نور خان  هوايي ډګر کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف، د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار، د اطلاعاتو وزیر عطاالله طارق او یو شمېر نورو لوړ پوړو پاکستانيو حکومتي چارواکو له تود هرکلی سره مخ شو او پر درناوي یې د توپونو ۲۱ ډزې وشوې.

Published

on

د ایران ولسمشر مسعود پیشکیان د شنبې پر ورځ د روان کال د زمري پر یوولسمه / د ۲۰۲۵ کال د اګست پر دوه‌یمه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي پر مشرۍ پاکستان ته پر دوه ورځني سفر رسېدلی، چې موخه یې د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کول، د همکارۍ پراخول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم په کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړول دي.

د ایران ولسمشر پزشکیان په نور خان  هوايي ډګر کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف، د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار، د اطلاعاتو وزیر عطاالله طارق او یو شمېر نورو لوړ پوړو پاکستانيو حکومتي چارواکو له تود هرکلی سره مخ شو او پر درناوي یې د توپونو ۲۱ ډزې وشوې.

د ایران له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او څو لوړ پوړي وزیران او حکومتي چارواکي مل دي.

 اسلام آباد ته له سفر مخکې پزشکیان په تهران کې خبریالانو ته ویلي؛ ایران او پاکستان تل “ښې، تودې او ژورې” اړیکې لري او دواړه خواوې هڅه کوي، چې دوه اړخیزه سوداګري په کال کې ۱۰ میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي.

د ایران د دولتي سرچینې پرس‌ټي‌وي د څرګندونو له مخې نوموړي زیاته کړې: “د پاکستان له لارې، مونږ کولی شو د چین او پاکستان ترمنځ د ورېښمو له لارې سره ونښلیږو او دا لار به د ایران له لارې اروپا سره ونښلیږي.”

په اسلام‌آباد کې اسحاق ډار، چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل. د پاکستان د دولتي ټلویزیون (PTV) د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو پر یو لړ مسلو خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي: “دواړو خواوو د ایران او پاکستان د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنې بیا تائید کړې او د سیمه‌يیز ثبات، سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ په برخو کې یې د همکارۍ پر پراخولو  تمرکز وکړ.”

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دوی د متقابلو ګټو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو هم هوکړه وکړه.

 د ایران د ولسمشر اصلي غونډې د یکشنبې پر ورځ د اګست پر درېیمه پلان شوې دي.

پزشکیان به د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره وګوري او له لومړي وزیر شهباز شریف سره به د پلاوي پر کچه خبرې اترې وکړي.

دا پلاوی له دې لیدنې مخکې په لاهور د پخواني لومړي وزیر نواز شریف، د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز او د کور جوړونې فډرالي وزیر ریاض حسین پیرزاده لخوا له هرکلی سره مخ شوی او پزشکیان په لاهور کې له نواز شریف سره هم ولیدل.

وروسته بیا د ایران ولسمشر د لوی شاعر علامه اقبال زیارت وکړ، چې په ایران کې یې شعرونو پراخ شهرت لري.

دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکیان لومړنی رسمي سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا لیدنه “به د ایران او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.”

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د می پر شپږویشتمه ایران ته سفر کړی و.

Trending

Exit mobile version