تازه خبرونه
د ایران ولسمشر له افغان واکمنو څخه په هیرمند اوبو کې د حق غوښتنه وکړه
د ایران تسنیم خبري آژانس یوه ویدیو خپره کړې، چې په کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي سیستان او بلوچستان ته د سفر پر مهال ویلي؛ افغانستان دې د سیستان او بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي.
ابراهیم رییسي ويلي: زه د افغانستان واکمنانو ته اخطار ورکوم، چې د سیستان او بلوچستان خلکو ته دې د اوبو حق ورکړي؛ که زمونږ کارپوهانو د اوبو کمښت تائید کړ، مونږ بیا د ویلو لپاره څه نهلرو او که نه! اجازه به ورنهکړو، چې زمونږ د خلکو د اوبو حق تر پښو لاندې شي.
هغه پر بشپړ ټینګار زیاته کړې: زما خبرې جدي ونیسئ، چې بیا وروسته ګیله ونهکړئ.
په همدې حال کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره تیلیفوني خبرې کړي. دواړو لوریو پر سوداګرۍ، برښنا، ریل پټلۍ، ګډې پولې، اوبو او د افغان بندیانو پر خلاصون خبرې وکړې دي.
متقي ايران ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د وزير په مشرۍ د افغانستان د سوداګريز پلاوي له وروستي سفر څخه خوښي څرګنده کړه او څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ ادارې به د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پلي کولو لپاره ګډه همکاري لري.
دا په داسې حال کې ده، چې امیرخان متقي ټینګار کړی؛ د هېواد په لویدیځو سیمو کې د اورښت کمېدا د هیرمند سیند د اوبو پر کمښت اغېز کړی دی.
