نړۍ
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید نړیوال غبرګونونه راوپارول
دغه راز یو شمېر هېوادونو او بنسټونو د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی او په ځانګړي توګه د تهران متحدینو دغه بریدونه غندلي دي.
له هغې وروسته، چې امریکایي ځواکونو د یکشنبې پر ورځ درې ایراني اټومي سایټونه پر نښه کړل؛ د اسرائیل ولسمشر د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې ستاینه وکړه، ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه او ایران او ځینو نورو هېوادونو بریدونه وغندل.
دغه راز یو شمېر هېوادونو او بنسټونو د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی او په ځانګړي توګه د تهران متحدینو دغه بریدونه غندلي دي.
دغه راز یو شمېر ډموکراټ امریکایي سناتورانو بیا د ایران پر وړاندې د ټرمپ دغه اقدام غیر قانوني ګڼلی او د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو غوښتنه یې کړې ده.
امریکایي ډموکراټ سناتور برني سنډرز ویلي: ” پر ایران برید نه یوازې خبرداری دی، بلکې سخت د امریکا د اساسي قانون خلاف دی، تاسې ټول پوهیږئ، چې یوازې کانګرس کولی شي؛ ولسمشر ته د دې حق ورکړي.”
د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ بي بي سي ته ویلي، چې د امریکا په برید کې د ایران اټومي پروګرام ته لوی ګوزار ورکړ شوی؛ خو جزئیات یې اوس هم روښانه کېدلو ته اړتیا لري.
هغه د ایران پر اټومي تاسیساتو برید د امریکا پرېکړه تاریخي زړورتیا وبلله.
هرتزوګ زیاته کړې؛ هغه د امریکا له برید څخه خبر نه و او کله، چې له خوبه راویښ شو؛ وپوهېده، چې برید شوی دی.
د یمن ایران پلوه حوثي غورځنګ مشرتابه د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا “بې پروا یرغل “د ایران د وروڼو خلکو پر وړاندې د جګړې څرګند اعلان دی.” حوثیانو زیاته کړۍ: “مونږ د ایران د وروڼو خلکو لپاره خپل بشپړ ملاتړ اعلانوو.” حوثیانو په سره سمندر کې د امریکایي کښتیو پر وړاندې د نورو بریدونو ګواښ هم تکرار کړ.
د اروپايي کمیسیون رییس ډیپلوماسۍ ته دواړو لورو د راګرځېدو غوښتنه کړې؛ خو د ایران بهرنیو چارو وزیر وایي، چې امریکا او اسرائیل د خبرو لړۍ له منځه یوړه او نور ډیپلوماسي اغوراوی ندی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غبرګون کې ویلي، چې امریکا د ایران پر وړاندې خطرناکه جګړه پیل کړې او دوی له ځانه د دفاع حق خوندي ګڼي.
عباس عراقچي دغه راز ویلي، چې نوره ډیپلوماسي نشته؛ ځکه، چې امریکا او اسرائیل د خبرو اترو لړۍ له پرې کړه. ” ټرمپ نه یوازې نړیوالو قوانینو ته شاه کړې، بلکې د امریکا خلک یې هم وغولول؛ ایران به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو دفاع ته روانه وساتي او د ملي امنیت د ساتنې لپاره ټول انتخابونه په پام کې لري.”
د ایران بهرنیو چارو وزیر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره پر خیانت تورن کړ.
سید عباس عراقچي د ترکیې له استانبول څخه نړیوالې ټولنې ته د وینا پر مهال ویلي؛ ایران د امریکا له “تېري سره مخ شو”.
دغه راز نوموړي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه، چې بیړنۍ غونډه راوبولي.
پر ایران د امریکا برید په سیمه کې د ترینګلتیاو له زیاتوالي او پراختیا اندېښنې زیاتې کړې او له همدې کبله د فارس خلیج هېوادونه د احتیاطي تدابیرو د نیولو په حال کې دي.
دغه راز د عمان، مصر، عراق، یمن، سعودي عربستان او پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونه پر ایران د امریکا برید غندي.
قطر، لبنان، بحرین، ترکیه او یو شمېر نور هېوادونه د ترینګلتیاوو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: ” ترکیه د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید له احتمالي پایلو سخته اندېښمنه ده. دا سیمهییزه جګړه ښايي پر نړیواله کچه پراخه شي؛ مونږ نه غواړو، چې د دې ناورین رامنځته کوونکې سناریو پر رښتیا بدله شي.”
د ملګروملتونو عمومي منشي وایي، پر ایران د امریکا برید د بحران د زیاتېدو خطر دی.
انټونیو ګوترش ټینګار کوي، ښایي وضعیت له کنټروله بهر شي.
نوموړی وایي: ” په دې حساسو شېبو کې ډېره مهمه ده، چې د بحران له زیاتوالي ډډه وشي؛ هیڅ نظامي حل لاره نشته، یوازنۍ لار ډیپلوماسي ده، چې سولې ته د رسېدو غوره هیله ده.”
د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان هم سبا بېړنۍ غونډه کوي.
یاد بنسټ وایي په ایران کې پر ۳ اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته د راډیو اکټیف د وړانګو هیڅ کچه نده لیدل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پوځ ویاند ویلي، چې د لومړي ځل لپاره، د اسرائیلو پر وړاندې په نويو عملیاتو کې “خیبرشکن” بالیستیک توغندی وکارول شول.
