سیمه ییز خبرونه

د ایران په اعتراضونو کې مرګ او نیول مخ پر دېرېدو دي

دا اعتراضونه د لوړ انفلاسیون او د خلکو د معیشتي وضعیت د خرابېدو له کبله پیل شوي او په څو ولایتونو کې اعتراضي لاریونونه له امنیتي ځواکونو سره پر تاوتریخوالي او نښتو اوښتي دي.

Published

on

د بشري حقونو ژغورونکو ډلو ویلي په ایران کې له یوې اوونۍ راپدېخوا د پراخو اعتراضونو پر مهال له ۱۶ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور نیول شوي دي.

دا اعتراضونه د لوړ انفلاسیون او د خلکو د معیشتي وضعیت د خرابېدو له کبله پیل شوي او په څو ولایتونو کې اعتراضي لاریونونه له امنیتي ځواکونو سره پر تاوتریخوالي او نښتو اوښتي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ځاني زیانونو او نیولو شمېر د دولتي رسنیو او بشري حقونو د بنسټونو له لوري بېلابېل اعلان شوي، چې د خپلواک تصدیق امکان یې نشته.

د بشري حقونو شبکې «هرانا» د لږ تر لږه ۱۶ کسانو له وژل کېدا او ۵۸۰ څخه د زیاتو کسانو نیول کېدا خبر ورکړی. په داسې حال کې، چې د «هنګاو» بشري حقونو ډلې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۷ کسان اعلان کړي دي.

په تېرو درې کلونو کې دا اعتراضونه د ایران تر ټولو لویه ناآرامي ګڼل کېږي؛ په لومړي سر کې له بازارونو او دوکاندارانو پیل شول او وروسته زده‌کړیالانو یا محصلینو او ولایتي ښارونو ته وغځېدل. راپورونه ښيي، چې تر ټولو سختې نښتې د ایران په لویدیځو سیمو کې رامنځته شوې دي؛ خو پلازمېنه تهران او د سیستان او بلوچستان ولایت هم د اعتراضونو شاهدان ول.

د دغو اعتراضونو په غبرګون کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له معترضانو سره د «مسوولانه او نرم» چلند غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې «ټولنه پر زور آرامه کېدی نشي».

له بلې خوا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ګواښونه، چې ویلي یې دي د معترضانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په صورت کې به ترې ملاتړ وکړي؛ د ایراني لوړپوړیو چارواکو له تندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ایران رهبر آیت‌الله علي خامنه‌یي ویلي، چې هېواد به یې «د دښمن پر وړاندې تسلیم نشي».

ایران په داسې شرایطو کې له دې اعتراضونو سره مخ دی، چې د انفلاسیون کچه له ۳۶ سلنې لوړه ښودل شوې، د ملي اسعارو ارزښت بشپړ راټیټ شوی او نړیوالو بندیزونو هم پر اقتصاد فشار روان ساتلی دی. نړیوالو مالي بنسټونو هم د ۲۰۲۶ کال لپاره د ایران د اقتصادي رکود په اړه خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو په هم‌مهاله توګه د معترضانو او د ټولنیزو رسنیو د فعالانو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

Trending

Exit mobile version