نړۍ
د ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
رویټرز د دوه بلدو کسانو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې له ایران سره په ۱۰ ورځنیو نښتو کې ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
د رویټرز له دې شمېر مخکې پنټاګون یوازې د ۸ امریکایي پرسونل له ټپي کېدا خبر ورکړی و.
د رویټرز د راپور له خپرېدا وروسته پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې دا شمېر څه نا څه ۱۴۰ ټپیان وښودل او څرګندوي، چې ډېری یې سرسري ټپي شوي دي.
د پنټاګون ویاند شان پارنیل ویلي: “د حماسي برید له پیل راپدېخوا په ۱۰ ورځو پرلهپسې بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.”
هغه ویلي، چې له ټپي شویو سرتېرو څخه ۱۰۸ یې له رغېدا وروسته بېرته دندې ته راستانه شوي دي.
پارنیل څرګندوي، چې اته سخت ټپیان شوي سرتېري د لوړې طبي کچې تر درملنې لاندې دي.
رویټرز د ټپونو د بڼو نوم اخیستی ندی او دا هم معلومه نده، چې آیا دا د دماغي زیانمنېدا ټپونه دي که د چاودنو له کبله.
ایران د فبروري پر اتهویشتمه د نښتو له پیل راپدېخوا د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي. د عربي خلیج په هېوادونو کې یې ډیپلوماټیک ماموریتونه، هوټلونه او هوایي ډګرونه هم پر نښه کړي او د تېلو بنسټیزو ودانیو ته یې هم زیان رسولی دی.
پنټاګون ويلي، چې د جګړې له پیل راپدېخوا د ایراني بریدونو شمېر راټیټ شوی؛ ځکه، چې د امریکا پوځ د ایران د وسلو زیرمې بمبارډوي.
د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډان کین د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې جګړه له تمې څخه سخته نه وه.