نړۍ

د ایران پولې ته نږدې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۹, ۱۴۰۱)

د پاکستان پوځ د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۲۸ ) څرګنده کړې، چې د ایران پولې ته څېرمه په یوه ترهګریز برید کې د دغه هېواد څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې، دا پېښه د بلوچستان په پنجګور سیمه کې رامنځته شوې. دا هغه ایالت دی، چې تل د سرحدي ځواکونو او پاکستانيو پوځیانو پر ضد د بلوڅ بېلتون غوښتونکیو لخوا د بریدونو شاهد دی.

د پوځ په اعلاميه کې راغلي، چې افراطيانو د ايران له خاورې څخه د امنيتي ځواکونو پر کاروان، چې د پولې په اوږدو کې ګزمه کوله بريد وکړ.

په دې اعلاميه کې د پاکستان پوځ له ايراني چارواکو غوښتي، چې په خپله خاوره کې دې د ترهګرو ځالې له منځه يوسي؛ خو د ايران حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه غبرګون ندی ښودلی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي دغه برید غندلی او د دغې پېښې د قربانیانو د خدمتونو او قربانیو قدرداني یې کړې ده.

علوي ویلي، چې د پاکستان ټول ملت د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته کلک هوډ لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري هم دغه برید غندلی او وژل شوي کسان یې اتلان نومولي دي.

زرداري بوتو ویلي: هغه افراطیان، چې دا برید یې ترسره کړی باید قیمت ادا کړي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتیوت، چې په اسلام‌آباد کې میشت یو خپلواک بنسټ دی، چې د افراطیانو فعالیتونه څاري.

دغه بنسټ په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړی، چې ویلي یې دي؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واک ته له رسېدو وروسته په پاکستان کې افراطي بریدونه په سلو کې پنځوس زیات شوي دي.

پاکستان او ایران ۹۵۹ کیلومتره ګډه پوله لري او له دې مخکې هم ورته ګڼې امنیتي پېښې رامنځته شوې دي.

Trending

Exit mobile version