سیمه ییز خبرونه
د ایران پېنځه امنیتي ځواکونه په “ترهګریزو بریدونو” کې ووژل شول – دولتي رسنۍ
د ایران دولتي رسنیو د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړې: مشکوکو سني مسلمان وسلهوالو په سویل ختیځ سیستان- بلوچستان ولایت کې د سپاه پاسداران پر مرکز دوه بېلابېل “ترهګریز” بریدونه کړي او لږ تر لږه پېنځه امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.
د ایران دولتي ټلویزیون ویلي، د ایران په ناکراره ولایت چابهار او راسک ښارونو کې د جیش العدل ډلې د وسلهوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ شپنۍ نښتې شوي او لږ تر لږه ۱۵ مشکوک وسلهوال وژل شوي دي.
د ایران کورنیو چارو وزارت مرستیال مجید میراحمدي دولتي ټلویزیون ته په مرکه کې ویلي؛ په چابهار او راسک کې د سپاه پاسدارانو پر مرکز د برید هڅه وکړه، خو بریالي نشول.
رویټرز خبري اژانس د دولتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ په سیمه کې، چې ډېري وګړي یې سني مسلمانان دي، په نښتو کې ۱۰ نور امنیتي افسران هم ټپیان شوي دي.
د سني مسلمانانو وسلهوالې ډلې جیشالعدل ويلي؛ دوی په ایران کې د بلوڅانو لپاره د حقونو او د ژوند د شرایط د ښه کېدا لپاره مبارزه کوي، چې د شیعهګانو تر واکمنۍ لاندې دي. دې ډلې په وروستیو کلونو کې د ایرن په دې سویل ختیځ ولایت کې پر امنیتي ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
دغه سیمه، چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري؛ له اوږدې مودې راپدیخوا د ایراني امنیتي ځواکونو او سني وسلهوالو او همداراز د نشهیي توکو د قاچاقبرانو او ایراني امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړو ډګر دی.
په تېر ډسمبر کې دې ډلې د راسک په ښارګوټي کې د پولیسو په یوه مرکز برید وکړ، چې ۱۱ امنیتي ځواکونه یې ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
په جنورۍ کې ایران د دې ډلې د پاکستان میشتو دوه اډې پر توغندیو وویشتې او اسلامآباد هم ایران میشتي بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسلهوال پر نښه کړل.
سیمه ییز خبرونه
په فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
د راپورونو له مخې: دا نښتې له هغې وروسته نورې هم سختې شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و؛ امریکا ښايي «پر پوځي بریدونو کار پای ته ورسوي» او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ایران به له سختو پایلو سره مخ شي.
د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچونو د زیاتېدو پر دوام دواړو لوریو بیا متقابل بریدونه او سخت تورونه مطرح کړي؛ په داسې حال کې، چې د څلور میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې لنډمهاله هوکړه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې لاسلیک شوې وه.
د راپورونو له مخې: دا نښتې له هغې وروسته نورې هم سختې شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و؛ امریکا ښايي «پر پوځي بریدونو کار پای ته ورسوي» او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ایران به له سختو پایلو سره مخ شي.
له دې څرګندونو څو ساعته وروسته، ایران د یکشنبې پر سهار د کویټ او بحرین پر امریکایي پوځي اډو راکټي او بېپیلوټه بریدونه وکړل.
د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې، دې بریدونو په فارس خلیج کې د نښتو نوې څپې پیل کړه.
امریکا هم ویلي، چې د هرمز تنګي پر یوه سوداګریز ټانکر د برید په ځواب کې یې د ایران پر پوځي اهدافو نوي عملیات ترسره کړي دي.
د امریکا مرکزي قومنداني(سنتکام) ویلي، چې دا بریدونه د «امریکایي سوداګریزو کښتیو پر ضد د ایران د پرلهپسې دښمنیو» په ځواب کې شوي دي.
سنتکام همداراز ویلي، چې پر نښه شوي اهداف د ایران د پوځي تاسیساتو بېلابېل برخې؛ لکه د څارنې او مخابراتو سیسټمونه، د هوايي دفاع تجهیزات، د بېپیلوټه الوتکو زېرمې او د ماینښودنې وسایل ول.
په همدې حال کې ایران یو ځل بیا امریکا د اوربند د هوکړې پر نقض تورنه کړې او څرګندوي، چې دا بریدونه به د ډیپلوماټیک بهیر مخه پوره ونیسي.
د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې امریکایي اډې به په راتلونکو ورځو کې له «سختو پایلو» سره مخ شي.
امریکایي چارواکو تائید کړې، چې په سیمه کې پر امریکایي پوځي تاسیساتو بریدونه شوي؛ خو تر اوسه د مرګ او ژوبلې یا جدي زیانونو راپور ورکړ شوی نهدی.
هغوی همداراز ویلي، چې وضعیت اوس هم تر څېړنې لاندې دی.
په بحرین کې هم له دې بریدونو وروسته د دوهیم ځل لپاره د خطر زنګونه وهل شوي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام له خپل حاکمیت او امنیت ښکاره سرغړونه بللې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.
دغه راز د هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي؛ دا هغه لاره ده، چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو شریانونو څخه شمېرل کېږي او له دې شخړو مخکې د نړۍ شاوخوا یو پر پېنځمه برخه تېل او مایع ګاز له همدې لارې تېرېدل.
د راپورونو له مخې، په خلیج کې د جګړې پر مهال سلګونه کښتۍ او د تېلو ټانکرونه درېدلي وه او د بیا پیل شوي تګ راتګ له کبله نړیوال د تېلو بازار هم له بدلونونو سره مخ شوی دی.
که څه هم امریکا عمان ساحل ته نږدې د جنوبي لارې پر جوړولو ټینګار کړی؛ خو ایران د تنګي د شمالي لارې، چې تر خپل کنټرول لاندې یې ده؛ د کارولو غوښتنه کړې او د کښتیو پر تګ د تعرفې د لګولو احتمال یې هم یاد کړی دی.
په سیمهییزه کچه هم نښتې روانې دي. اسرائیل ویلي، چې د لبنان په جنوب کې یې د حزبالله پر ځواکونو بریدونه کړي او د نبطیه په سیمه کې یې د راکټ توغولو یو مرکز پر نښه کړی دی.
همدارنګه ایران امریکا د سولې د هوکړې د ژمنو پر نقض تورنه کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدامات په لبنان کې هم بېثباتي زیاتوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په لبنان کې د اوربند هوکړې هم د امریکا پر منځګړیتوب شوې وې؛ خو سره له دې هم نښتې روانې دي. اسرائیل له اشغال شویو سیمو څخه پر نه وتلو ټینګار کړی او حزبالله ویلي: تر هغې، چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان په خاوره کې وي، خپلې وسلې به پر ځمکه کېنږدي.
وضعیت ته پر پاملرنه شنونکي خبرداری ورکوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د نښتو شدت کولی شي د سیمې امنیت، د انرژۍ نړیواله سوداګري او د منځني ختیځ سیاسي ثبات ته پراخې پایلې ولري.
سیمه ییز خبرونه
که توغندي مو نهلرل، ایران به هم د غزې له برخلیک سره مخ شوی و- پزشکیان
رئیسجمهور ایران همچنین تأکید کرد که تواناییهای دفاعی کشورش قابل مذاکره نیست.
سیمه ییز خبرونه
ټرمپ او پزشکیان د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ د واشنګټن او تهران د سولې لپاره نوی ګام
د راپورونو له مخې؛ دغه هوکړه د دواړو لوریو د استازو له پراخو او لنډو خبرو اترو وروسته شوې او تمه ده، چې د ډیپلوماټیکو خبرو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د کړکېچ کمولو لپاره د سولې یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ دغه هوکړه د دواړو لوریو د استازو له پراخو او لنډو خبرو اترو وروسته شوې او تمه ده، چې د ډیپلوماټیکو خبرو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
سرچینو ویلي؛ د امریکا او ایران د خبرو اترو پلاوي به د جمعې پر ورځ د سویس په ژنیو ښار کې سره راټول شي، چې د هوکړې پر نورو جزئیاتو او د هغې د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports3 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
څار4 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
