سیمه ییز خبرونه
د ایران پېنځه امنیتي ځواکونه په “ترهګریزو بریدونو” کې ووژل شول – دولتي رسنۍ
د ایران دولتي رسنیو د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړې: مشکوکو سني مسلمان وسلهوالو په سویل ختیځ سیستان- بلوچستان ولایت کې د سپاه پاسداران پر مرکز دوه بېلابېل “ترهګریز” بریدونه کړي او لږ تر لږه پېنځه امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.
د ایران دولتي ټلویزیون ویلي، د ایران په ناکراره ولایت چابهار او راسک ښارونو کې د جیش العدل ډلې د وسلهوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ شپنۍ نښتې شوي او لږ تر لږه ۱۵ مشکوک وسلهوال وژل شوي دي.
د ایران کورنیو چارو وزارت مرستیال مجید میراحمدي دولتي ټلویزیون ته په مرکه کې ویلي؛ په چابهار او راسک کې د سپاه پاسدارانو پر مرکز د برید هڅه وکړه، خو بریالي نشول.
رویټرز خبري اژانس د دولتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ په سیمه کې، چې ډېري وګړي یې سني مسلمانان دي، په نښتو کې ۱۰ نور امنیتي افسران هم ټپیان شوي دي.
د سني مسلمانانو وسلهوالې ډلې جیشالعدل ويلي؛ دوی په ایران کې د بلوڅانو لپاره د حقونو او د ژوند د شرایط د ښه کېدا لپاره مبارزه کوي، چې د شیعهګانو تر واکمنۍ لاندې دي. دې ډلې په وروستیو کلونو کې د ایرن په دې سویل ختیځ ولایت کې پر امنیتي ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
دغه سیمه، چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري؛ له اوږدې مودې راپدیخوا د ایراني امنیتي ځواکونو او سني وسلهوالو او همداراز د نشهیي توکو د قاچاقبرانو او ایراني امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړو ډګر دی.
په تېر ډسمبر کې دې ډلې د راسک په ښارګوټي کې د پولیسو په یوه مرکز برید وکړ، چې ۱۱ امنیتي ځواکونه یې ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
په جنورۍ کې ایران د دې ډلې د پاکستان میشتو دوه اډې پر توغندیو وویشتې او اسلامآباد هم ایران میشتي بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسلهوال پر نښه کړل.