نړۍ
د ایټالیا دفاع وزیر د زړه ناروغۍ پر شک په روغتون کې بستر شو
د ایټالیا دفاع وزارت د سې شتبې پر ورځ څرګنده کړې؛ دفاع وزیر ګیډو کریسټو تېره شپه په روم کې د pericarditis پر لامل، چې د زړه یو ډول ناروغي ده په روغتون کې بستر شو.
د دفاع وزارت یوې سرچینې زیاته کړې؛ ۶۰ کلن کروسیټو په ډېر ښه حالت کې و او ممکن د ورځې په اوږدو کې رخصت شي؛ خو روغتیایي کتنې یې اوس هم روانې دي.
دغه راز ویل کیږي، چې نوموړی د سینې له سخت درده ځورېده او پخپله په روم کې د سان کارلو دي نانسي روغتون بیړنۍ خونې ته ولاړ.
سر چینې زیاته کړې، چې هغه د زړه د کورونوګرافي تر څارنې لاندې راغلی دی.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو ټاجاني کروسیټو په ایکس کې کې هغه ته د بېړنۍ روغتیا تیله کړې او لیکي: مونږ ژر تر ژره ستاسې لیدو ته لیواله یوو.
پریکارډیټ Pericarditis ناروغي د زړه د شاوخوا په استر کې التهاب ته وایي، چې د سینې د درد لامل کیږي؛ خو معمولاً جدي نهوي.
نړۍ
د سعودي په یوه کارخونه کې اورلګېدنې ۱۶ بنګلهدیشي کارګر وژلي
د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څوکیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له کبله ۱۶ بنګلهدېشي کارګر کډوال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.
د بنګلهدېش بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې وضعیت څاري او په ریاض کې د دغه هېواد سفارت له سعودي چارواکو سره خپل هېواد ته د مړو د لېږدولو چارې ترسره کوي.
د بهر میشتو د هوساینې او بهرنیو کارونو وزیر عارف الحق چوهدري چارواکو ته لارښوونه کړې، چې خپل مړي ژر تر ژره هېواد ته ولېږدوي او د قربانیانو کورنیو ته اړینې دولتي مرستې او غرامت برابر کړي.
شاوخوا ۳.۵ میلیون بنګلهدیشیان په سعودي عربستان کې ژوند کوي او دغه هېواد د بنګلهدېشي کارګرو کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد دی. دغو کارګرانو تېر کال له سعودي څخه خپل هېواد ته له ۲.۷ میلیارډ ډالرو ډېرې پیسې لېږلې دي.
نړۍ
د جو بایډن سرطان نورو برخو ته خپور شوی او ډېر درد لري – بایډن زوی
هنټر بایډن له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، سرطان یې هډوکو او د بدن نورو برخو ته خپور شوی دی.
نړۍ
د امریکا سنا پر روسیې او ایران د پراخو بندیزونو طرحه تصویب کړه
د جمعې پر ورځ په سنا کې د «۲۰۲۶ز.کال د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» نومې طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو پر ترلاسه کولو تصویب شوه.
د امریکا سنا د روسیې او ایران پر وړاندې د نویو بندیزونو طرحه د رای پراکثریت تصویب کړې او اوس به د ارزونې لپاره د استازو جرګې ته ولېږل شي.
د جمعې پر ورځ په سنا کې د «۲۰۲۶ز.کال د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» نومې طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو پر ترلاسه کولو تصویب شوه.
د دې طرحې اصلي موخه د اوکراین د جګړې له کبله پر روسیې اقتصادي فشار زیاتول دي.
په دې طرحه کې د امریکا ولسمشر ته پراخ واک ورکړ شوی؛ پر هغو هېوادونو دراندې تعرفې ولګوي، چې د روسیې د انرژۍ پېرودلو ته دوام ورکوي.
د طرحې له مخې، که د استازو جرګه یې تصویب او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې لاسلیک کړي؛ نوموړی کولی شي د هغو هېوادونو پر وارداتي توکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفه ولګوي، چې د روسیې د تېلو او ګازو لوی پېرودونکي دي.
هند، جاپان او یو شمېر اروپايي هېوادونه هغه حکومتونه دي، چې ښايي د دغو تعرفو له کبله اغېزمن شي.
په دې طرحه کې پر ایران د پراخو بندیزونو ترڅنګ، د دغه هېواد د انرژۍ او وسلو د برخو د تمویل لپاره هم محدودیتونه په پام کې نیول شوي دي.
د طرحې ملاتړي وايي؛ موخه یې د روسیې د انرژۍ عواید کمول او پر مسکو فشار زیاتول دي، چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د تعرفو په برخه کې ولسمشر ته د پراخو واکونو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې دا اقدام ښايي د امریکايي شرکتونو او پېرېدونکو لپاره د وارداتي توکو بیې لوړې کړي.
ټاکل شوې، چې دا طرحه د سنا له تصویب وروسته، د استازو جرګې د دوبي د رخصتۍ له راستنېدا وروسته د اګست پر یودېرشمه وڅېړل شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار4 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
-
تازه خبرونه4 days agoکویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoچین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
