Connect with us

نړۍ

د امریکا دفاع وزیر یو ځل بیا په روغتون کې بستر شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: سلواغه ۲۳, ۱۴۰۲)

د پنټاګون ویاند څرګنده کړې، چې د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین د یکشنبې پر ورځ (د سلواغې دوه‌ویشتمه ) د مثانې د ستونزې له کبله د واشنګټن په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شو.

د پنټاګون ویاند پټ رایډر زیاته کړې، چې ۷۰ کلن لویډ آسټین په روغتون کې له بستر کیدو وروسته د دفاع وزارت مسوولیت خپلې مرستیالې کاتلین هیکس ته لېږدولی دی.

د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکیو او ډیموکراټانو استازو تېره میاشت له هغې وروسته، چې په روغتون کې د لویډ آسټین د بستر کیدو راپورونو خپاره شول؛ تر نیوکې لاندې راغی، چې ولې یې ولسمشر جو بایډن او نورو اړوند چارواکو ته یې د خپلې ناروغۍ په اړه څه ویلي نه‌وه.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون ځینو جمهوري غوښتونکيو شخصیتونه ان د لویډ آسټین د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

دې انتقادونو آسټین اړ کړ، چې په یوه ټلویزیوني خبري کنفرانس کې بښنه وغواړي.

ټاکل شوې، چې لویډ آسټین د فبرورۍ په وروستیو کې هم د امریکا کانګرس ته حاضر شي.

جو بایډن ویلي؛ سره له‌دې، چې هغه د خپلې ناروغۍ په اړه خبر نه‌و ورکړی؛ خو بیا هم پر لویډ آسټین باور لري.

دا ځل پنټاګون هڅه کړې، چې روغتون ته د دفاع وزیر د بېړنی تګ او د دفاع وزارت مرستیالې ته د  مسوولیت د سپارلو پر اعلانولو د تېرې میاشتې د سیاسي شخړې د تکرار مخه ونیسي.

متقاعد څلور ستوریز جنرال او د امریکا لومړنی تورپوستی دفاع وزیر آسټن تېره میاشت هغه مهال په روغتون کې بستر شو، چې امریکایي ځواکونو په بغداد کې د ایران پر ملاتړ د ملیشې ډلې د یوه مشر پر له کینې ډک برید وکړ.

ټاکل شوې وه، چې هغه د چارشنبې پر ورځ بروکسل ته د «اوکرایین د دفاع لپاره د تماس ډلې» په غونډه کې ګډون وکړي؛ خو اوس داسې ښکاري، چې هغه به بروکسل ته ولاړ شي او که نه.

نړۍ

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د غزې او اسرائیلو د اړیکو عادي کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د غویی لسمه) څرګنده کړې، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلینکن سعودي عربستان ته رسېدلی، چې د غزې له جګړې وروسته د اسرائیلو او غزې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې وکړي.

بلینکن د دوشنبې پر ورځ ریاض ته ورسېد او تمه ده، چې عربي هېوادونه له اروپايي هغو سره راټول کړي او پدې خبرې وکړي، چې اروپا څنګه کولی شي د سپږ میاشتني بمبارډ او ویجاړیو وروسته د دغې کوچنۍ سیمې د بیارغونې په هڅو کې ونډه.

امریکا د اسرائیلو له دې هدف سره همغږې ده، چې حماس باید له منځه یوړل شي او نور ونشي کولی د غزې په راتلونکي کې رول ولوبوي؛ خو واشنګټن نه غواړي، چې اسرائیل دې د غزې تړانګه بېرته ونیسي او پرځای یې د داسې یو جوړښت په لټه کې دي، چې په کې د عربي هېوادونو پر ملاتړ یو اصلاح شوی فلسطیني دولت جوړ شي.

بلینکن به له سعودي چارواکو سره د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوې داسې معاملې د منځګړیتوب په اړه خبرې وکړي، چې واشنګټن له متقابلې دفاع او امنیتي ژمنو سره ریاض ته د اټومي همکارۍ تړونونه هم راونغاړي.

لوړ پوړیو امریکایي چارواکو په وروستیو اوونیو کې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره د اسرائیلو له هڅو هرکلی کړی؛ خو په وار وار یې ویلي، چې نور ډېر کار ته اړتیا لري.

Continue Reading

نړۍ

د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د چارشنبې پر ورځ (د غویی پېنځمه) د غزې د شمالي سیمو بمبارډ څو اوونیزه نسبي چوپتیا پای ته ورسوله او اسرائیلي حکومت اعلان وکړ، چې د رفح پر اړوند سیمه به پراخ ځمکنی برید ترسره کړي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یوه ویاند ویلي؛ اسرائیل په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره د خپل پلان د پلي کولو پړاوونه وهي، خو د برید ټڼاکلی مهالوېش یې وړاندې نکړ.

د امريکا په ګډون لویديځو هېوادونو، چې د اسرائيلو تر ټولو نږدې متحدین دي له دغه هېواده پر رفح، چې د غزې له نيمايي د ډېرو وګړيو دوه ميليون او درې سوه زره خلکوته یې پناه ورګړې؛ له بريده ډډه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، واشنګټن اوس هم د رفح په اړه له اسرائیلو سره پر خبرو بوخت دی او تمه ده، چې د دواړو هېوادونو چارواکي به ډېر ژر پر دې موضوع یو ځل بیا مخامخ خبرې وکړي.

د اسرائیلو یوه لوپوړي دفاعي چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې اسرائیل د رفح له حملې مخکې د ملکي وګړو د ایستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.

هغه زیاته کړې: یوازې یو شی پاتې دی، چې نتانیاهو د برید امر وکړي.

د غزې په تړانګه کې، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده؛ د روغتیايي چارواکو ویلي؛ تر اوسه په دې جګړه کې، چې اوومه میاشت یې روانه ده له ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت هم ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۹ فلسطینیان وژل شوي او ۸۶ نور دي.

Continue Reading

نړۍ

د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د مالزیا بحري ځواکونو د خبرپاڼې له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د غویی څلورمه ) د مالیزیا د بحري ځواکونو دوه چورلکې د روزنیزو هڅو پر مهال په هوا کې ټکر شوي، چې په کې سپاره ټول ۱۰ کارکوونکي مړه شوي دي.

د دغه هېواد بحري ځواکونو ویلي؛ پېښه د سې شنبې پر سهار ۹:۳۲ د لویدیځ ایالت پراک د لوموت په بحري اډه کې رامنځته شوې ده.

رویټرز د مالیزیا د بحري ځواکونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ټول زیانمن کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي او د لوموت بحري اډې پوځي روغتون ته د پېژندلو لپاره لېږدول شوي دي.

په سیمه ییزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښیي؛ ښکاري، چې څو چورلکې په هوا کې الوتنې کوي. مخکې له دې، چې دواړه چورلکې ځمکې ته راکښته شي؛ د چورلکې روټور بله هغه پرې کړه.

سیمه‌ییزو پولیسو تائید کړې، چې ویډیو رښتینې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې سمندري ځواکونو ویلي؛ دوی به د پېښې د علت په اړه څېړنې کړې دي.

د مالیزیا دفاع وزیر محمد خالد نوردین ویلي؛ دا چورلکې یوه بحري عملیاتو او یوه فینیک پوځي چورلکې دي، چې د مالیزیا د شاهي بحري ځواکونو د نوي‌یمې کلیزې د لمانځلو لپاره یې روزنیزې هڅې کولې، چې ټاکل شوې د شنبې پر ورځ ترسره شي.

محمد خالد خبریالانو ته ویلي؛ د چورلکو مړه شویو کارکوونکیو د پېژندنې د تائید لپاره هڅې روانې دي، چې عمرونه یې له ۴۰ کلونو ټيت ول.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!