نړۍ
امریکا په عراق کې د کتائب حزب الله یو قومندان وواژه
د امریکا مرکزي قومندانۍ د چارشنبې پر ورځ ( د سلواغې اتلسمه / د فبرورۍ اوومه ) ویلي، چې ځواکونو یې په یوه هوايي برید کې د ایران د ملاتړې ډلې کتائب حزب الله یو قومندان وژلی دی.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ دغه قومندان په سیمه کې پر امریکا ځواکونو د بریدونو له مسوولیته برخمن و.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې دا برید د درې وژل شویو امریکايي عسکرو غچ اخیستنه ده.
امریکایی ځواکونه وايي، چې په برید کې د ولسي تلفاتو هیڅ نښه نه لیدل کېږي.
د ټولنیزو رسنیو د خپرې شوې ویدیو له مخې؛ د بغداد په لویه لار کې له یوه موټر لمبې پورته شوې.
د امریکايي ځواکونو په اعلامیه کې راغلي، چې له خپلو خلکو څخه د ساتنې لپاره به پرلهپسې ډاډمنې هڅې کوو او له هغو خلکو سره به حساب کیږي، چې د امریکايي ځواکونو خوندیتوب ګواښي.
د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ويلي، چې د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا پرې ۱۶۵ بریدونه شوي، چې ۶۶ په عراق، ۹۸ په سوریه او نور یې په اردن کې رامنځته شوي دي. په عراق کې د «مقاومت ډلې» د ډېرو بریدونو مسوولیت منلی دی.
امریکا په عراق او سوریه کې پر دغو ډلو د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې، چې تر دې دمه تقریباً ۱۷۰ بریدونه شوي دي. په دغو بریدونو کې یې درې ځایونه په عراق او څلور نور په سوریه کې وېشتي دي.
د امریکایي ځواکونو د تازه ارزونې له مخې؛ څه باندې ۸۰ هدفونه پر نښه شوي، چې د توغندیو د توغولو، استخباراتو او د بې پیلوټه الوتکو د الوځولو مرکزونه او تاسیسات په کې رانغښتي دي.
امریکايي چارواکو دا د خپلو عسکرو د وژل کېدو غچ اخیستل بولي؛ خو عراق د دغو بریدونو په اړه تند غبرګون ښودلی دی. بغداد د امریکا سفارت چارسمبالی هم ورغوښتی، چې د بریدونو په اړه ورته یادونه وکړي.
داسې ادعاوې هم کېږي، چې په دغو بریدونو کې د عراق حکومت د امنیتي ځواکونو ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې عراق ته په دې اړه خبرداری ورکړ شوی نهدی او باید د امریکا بریدونه ناڅاپي ونهګڼل شي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند تورن جنرال پاټ رایډر د دوشنبې پر ورځ ویلي: داسې پلان نهلري، چې په عراق او سوریه کې د ډېر وخت لپاره عملیات وکړي؛ خو د خپلو عسکرو د وژل کېدو غچ اخیستل یې بشپړ شوي نهدي.
په عراق کې تقریبآ ۲۵۰۰ امریکایي عسکر پراته دي، چې له داعش سره په جګړې کې د دې هېواد امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.
بغداد او واشنګټن د امریکايي ځواکونو د شتون د کموالي په اړه خبرې پیل کړې او چارواکي وايي، چې دا رابطه له داعش سره د مبارزې د ماموریت یوه دودیز پوځي اړیکه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې یمني حوثيان د امریکا له خبرداري سره – سره په سره بحیره کې خپل بریدونه روان ساتلي دي.
نړۍ
له دوه کلونو وروسته؛ سټارمر د استعفا اعلان وکړ
سټارمر، چې نږدې دوه کاله مخکې یې په ټاکنو کې پراخ اکثریت خپل کړی و، ویلي؛ اوس څرګنده شوې، چې د کارګر ګوند غړي د مشرتابه بدلون غواړي.
د بریټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې له خپلې دندې استعفا کوي.
سټارمر، چې نږدې دوه کاله مخکې یې په ټاکنو کې پراخ اکثریت خپل کړی و، ویلي؛ اوس څرګنده شوې، چې د کارګر ګوند غړي د مشرتابه بدلون غواړي.
هغه وایي:« زما ګوند اوس دا پوښتنه کوي، چې آیا زه راتلونکو ټاکنو ته د ګوند د رهبرۍ لپاره تر ټولو مناسب کس یم که نه. ما د خپلو همکارانو ځواب اورېدلی او پر درناوي یې منم.»
په وروستیو میاشتو کې پر سټارمر فشارونه زیات شوي وه او د ستر مانچسټر ښاروال انډي برنهام له پارلماني بریا وروسته دا فشارونه نور هم ډېر شول. د برنهام بریا د کارګر ګوند په غړو کې دا هیله راپیدا کړه؛ ښايي هغه وکولی شي د ګوند هغه دریځ بېرته پیاوړی کړي، چې د سټارمر د مشرۍ پر مهال یې محبوبیت کم شوی و.
سټارمر د استعفا د اعلان پر مهال له خپلو همکارانو، مېرمنې او اولادونو مننه کړې او وینا یې په احساساتي فضا کې پای ته رسولې ده.
شنونکي وايي، چې د هغه ځایناستی به له لویو ننګونو سره مخ وي؛ لکه اقتصادي ستونزې، د ژوند د لګښتونو لوړېدل، د دولت درانده پورونه او د حکومت له کړنو د خلکو نارضایتي.
سټارمر له دې مخکې ویلي وه، چې د ګوند د مشرۍ د ساتلو لپاره به مبارزه وکړي؛ خو په پای کې یې له واکه د لاس اخيستو پرېکړه وکړه. د هغه ځایناستی به د ۲۰۱۶ز. کال د بریګزیټ له ټولپوښتنې وروسته د بریټانیا اووم صدراعظم وي؛ هغه څه، چې په تېره یوه لسیزه کې د دې هېواد سیاسي بېثباتي ښيي.
نړۍ
د ایران او امریکا د لوړې کچې خبرې په سویس کې رغنده پای ته ورسېدې
د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د نورو تخنیکي ناستو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدا په ګډون، هیلهبښونکی پرمختګ شوی دی.
د اسلامآباد د هوکړهلیک په چوکاټ کې د لوړې کچې خبرو لومړۍ غونډه د سویس په بېرګنسټاک کې پای ته رسېدلې ده. په دې غونډه کې د ایران، امریکا او دوه منځګړو هېوادونو؛ قطر او پاکستان استازو ګډون کړی و.
د لوسرن جهیل غونډه په مثبت او رغنده فضا کې ترسره شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د نورو تخنیکي ناستو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدا په ګډون، هیلهبښونکی پرمختګ شوی دی.
د هوکړهلیک پر بنسټ دغو لوریو د یوې لوړې کچې کمیټې پر جوړېدا هوکړه کړې، چې د منځګړیتوب د بهیر سیاسي څارنه به کوي. ټاکل شوې، چې مرکچي پلاوي به په منظم ډول دې کمیټې ته راپور ورکوي او د اټومي موضوع، بندیزونو او همداراز د څارنې او د شخړو د هوارۍ ډلې په برخو کې به کاري ډلې رهبري کوي، چې هوکړهلیک اغېزمن پلی شي او پر نورو اړوند موضوعاتو هم کار وشي.
د لوړې کچې کمیټې د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د لارې پر نقشه هم سلا کړې، چې له مخې به یې نورې تخنیکي خبرې هم سمدستي پیل شي.
سربېره پر دې د هوکړهلیک د پېنځم بند له مخې د ټاکلې مودې لپاره د لوریو ترمنځ د اړیکو یوه کرښه هم رامنځته شوې، چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره د احتمالي پېښو او ناسمو پوهاویو مخه ونیول شي.
همداراز لوریو د یوې داسې همغږۍ خونې پر جوړېدا هم هوکړه کړې، چې د لوریو او د لبنان جمهوریت ترمنځ به د منځګړو هېوادونو پر آسانتیا فعالیت کوي او د هوکړهلیک له مخې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو ژمنه عملي شي. ټاکل شوې، چې تخنیکي خبرې به د اوونۍ تر پایه د بېرګنسټاک په تفریحي مرکز کې د ټولو موضوعاتو په اړه دوام ومومي.
منځګړي هېوادونه وايي، هڅه به وکړي، چې خبرې اترې همداسې په رغنده فضا کې روانې پاتې او وروستۍ هوکړې ته لاره هواره شي.
قطر او پاکستان له امریکا او ایران څخه د ډیپلوماسۍ او د شخړې د سولهییز حل لپاره د دوامدار ژمنتیا له کبله مننه کړې او همداراز یې له هغو ورونو او دوستو هېوادونو هم ستاینه کړې، چې د روانو خبرو په ملاتړ او پرمختګ کې یې ونډه اخیستې ده.
نړۍ
د امریکا بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه په کالیفورنیا کې ولوېده؛ په کې اته کسان ووژل شول
د رویټرز د راپور له مخې: دغه الوتکه، چې د اټومي او دودیزو وسلو د لېږد لپاره جوړه شوې؛ په یو عادي روزنیز ماموریت کې له الوتنې څخه لږ وروسته د هوايي ډګر پر ځغاستليکه راوغورځېده او اور یې واخیست.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه22 hours agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
