سیمه ییز خبرونه
د ا. ا جمعيت گوند د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د پراخ گډون غوښتنه وكړه
د سولې عالي شورا رييس صلاح الدين رباني بدخشان ته په خپل سفركې د يوې لويې غونډې پرمهال له خپلو پلويانو وغوښتل، چې:
په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې پراخ گډون وكړئ.
هغه همدا راز په تلپاتې سولې او له وسله والو مخالفينو سره په خبرو هم ټينگار وكړ.
د بدخشان د مدني ټولنو ځينې بنسټونه د ټاكنوخپلواك كميسيون له لوري د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاكنو د نېټې اعلام غندي او وايي:
ټاكنې په داسې مهال كې پلان شوي، چې د بدخشان ډېرې سيمې پر واورو پوښلې وي.
د سولې عالي شورا رييس او د اسلامي جميعت گوند سرپرست صلاح الدين رباني د يكشنبې په ورځ(د لړم۱۴) د بدخشان په مركز فيض آباد ښاركې خپلو پلويانو ته په يوه جوړه شوې ستره غونډه كې د خپلو پلويانو په پراخ گډون ټينگاروكړ.
رباني څرگنده كړه، چې:
په هېواد كې دننه ځينې مشخصې كړۍ او ډلې غواړي وضيعت بد وښيي او په خلكو كې د وېرې فضا جوړه كړي.
نوموړي ډاډ وركړ، چې تر۲۰۱۴ز. كال پورې به له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې زور واخلي او امنيتي حالت به ښه او ډاډمن شي.
د بدخشان د ځوانانو ټولنې مرستياله عطیه عدیل وايي:
د وري په مياشت كې، چې ټاكنې پلان شوي، په غرييزو او سړوسيمو كې واورې وي او لارې يې هم تړلې وي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور له اريانا ټلويزيون سره د غږمزي(تيليفون) پرليكه وويل، چې:
راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې به د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د كاري دورې له ختميدو يوه مياشت وړاندې ترسره شي؛ نو، ځكه د ټاكنو لپاره د وري شپاړسمه نېټه ټاكل شوې ده.
