تازه خبرونه

د ا.ا پلاوي د هوایي ډګرونو د مدیریتي تړون په اړه قطر ته سفر کړی

Published

on

د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته رسیدلی او ټاکل شوې، چې د قطر او ترکیې له چارواکو سره د هېواد د هوايي ډګرونو د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړي.

قطر او ترکيه له څو مياشتو راپدیخوا د اسلامي امارت له چارواکو سره د هېواد د پېنځه نړيوالو هوايي ډګرونو د څارنې په اړه خبرې اترې کوي؛ خو تر اوسه کومې هوکړې ته ندي رسېدلي.

د مذاکراتو اوږدولو ظاهراً اسلامي امارت ستړی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي متقي پر مشرۍ یو پلاوی قطر ته تللی، چې د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه له ترکي او قطري چارواکو سره خبرې وروستۍ کړي.

اسلامي امارت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي؛ چارواکي هڅه کوي، چې له قطري او ترکي چارواکو سره دا ځل د هېواد د هوايي ډګرونو د سمبالښت او مدیریت په اړه هوکړې ته ورسېږي.

نوموړی وايي: د ترانسپورت وزارت چارسمبالی ملا حمیدالله اخندزاده او تخنیکي ډله یې له یوه لوړ پوړي پلاوي سره قطر ته سفر کړی او د قطر او ترکیې له تخنیکي ټیمونو سره یې خبرې کړې دي.

تر اوسه څرګنده نده، چې قطري او ترکي چارواکي او د اسلامي امارت پلاوی به پر کومه کچه د هوايي ډګرونو د تړون پر سر خبرې وکړي.

دغه پلاوى په داسې حال کې قطر ته تللی، چې په اقتصادي کمیسيون کې د لومړي وزیر لومړي مرستيال اقتصادي کمیسیون ته دوه اوونۍ مخکې دنده سپارلې، چې د هوايي ډګرونو د مدیریت موضوع ته ضرب الاجل وټاکي.

د درېیمې کرښې ملي غورځنګ د رهبري شورا غړی خلیل احمد نادم وایي: په تېرو ناستو کې دوی کومې پایلې ته ونه رسیدل؛ ځکه، چې قطر او ترکیې افغانستان ته د ټکس او مالیاتو په ګډون افغانستان ته هیڅ راز امتیازات نه ول ورکړي، نو له همدې کبله مخکیني پلاوي خبرو اترو ته لاسرسی نه درلود.

په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان، ترکیې او قطر تخنیکي ډلو په وار وار د خپلو خبرو د پرمختګ په اړه خبرې کړې؛ خو تر اوسه دا خبرې وروستۍ شوې ندي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی لعل محمد لامع وایي: افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او هوايي ټرانسپورټ ورته ډېر ارزښت لري. له سیاسي پلوه هغه هېواد، چې پر ډګرونو کنټرول لري؛ پر افغانستان ډېر نفوذ لري. هغه څه، چې په دې تړون کې مهم دي هغه دا دي، چې د افغانستان ملي ګټې باید په پام کې ونیول شي.

کابل، هرات، بلخ، کندهار او خوست هغه پېنځه نړيوال هوايي ډګرونه دي، چې د مدیریت لپاره یې  د قطر او ترکيې له لوري د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې روانې دي.

Trending

Exit mobile version