تازه خبرونه

 د ا.ا پلاوي په اوسلو کې پر سیاسي او بشري حقونو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۰)

بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د اسلامي امارت پلاوي د دې وزارت د چارسمبالي مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ د اوسلو د دوه یمې ورځې په ناسته کې د امریکا، اروپايي ټولنې او یوشمېر نورو هېوادونو له استازیو سره ولیدل.

پر افغانستان له واکمن کېدو پېنځه میاشتې وروسته په یوه اروپايي پلازمېنه کې له لویدیځو چارواکو سره د اسلامي امارت د لومړنیو رسمي خبرو اترو د ستایلو ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي نن په اوسلو کې د دې وزارت د چارسمبالي مولوي امیرخان متقي پر مشرۍ د اته هېوادونو( امریکا، بریټانیا، ناروې، آلمان، ایټالیا، قطر، فرانسه او اروپایي ټولنې ) له ځانګړیو استازیو سره ولیدل.

دواړه لوري هیله من دي، چې دا خبرې به یې موخې ته ورلنډ کړي؛ ځکه، چې د غربیانو موخه د ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو او نجونو بشري حقونو ته درناوی او د انساني ناورین مخنیوی دی؛ خو اسلامي امارت یې تر څنګ د نړیوال مشروعیت او د افغانستان د میلیارډونو ډالرو پانګې آزادېدل هم غواړي.

اسلامي امارت د ناروې له دې نوښته هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې مذاکرات یې ګټور ول.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي وایي: دا ناسته له اهمیته برخمنه ده؛ په دې ناسته کې د سترو هېوادونو ځانګړیو استازیو ګډون کړی، زمونږ هم پیاوړی پلاوی و. هیله لرو، چې نړۍ ته ښه زیری وړاندې کړو او ټوله نړۍ مو له اصولو، پلان او وړاندیزه خبر شي.

د بهرنیو چارو ورازت چارسمبالي له لويدیځو ډيپلوماټانو سره له لیدنې وروسته ویلي، چې خبرې اترې یې ګټورې وې؛ خو داسې ښکاري، چې د ټولګډونه حکومت د پېژندنې پر سر د نظر اختلاف اوس هم پخپل ځای پاتې دی.

مولوي امیر خان متقي په دې اړه وایي: که د ټولګډونه حکومت معنا دا وي، چې ټول قومونه دې په کې وي؛ دا، خو شته. که د اشرف غني حکومت ټولګډونه و، له هغه حکومته مونږ څوک منفک کړي ندي. البته دا مونږ بشپړ نه بولو؛ هڅه کوو، چې حکومت نور هم ټولګډونه او پوره ښه شي.

له دې غونډې مخکې، یو شمېر سیاستوالو او د افغانستان د مدني ټولڼې استازیو نه یوازې له افغان پلاوي سره لیدلي، بلکې  د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره یې هم ناسته لرلې ده.

په کابل کې د معترضو ښځو استازیو هم د ښځو د حقونو د فعالانو د نیول شویو غړیو انځورونه له ځان سره ناروې ته وړي…خو اسلامي امارت وايي، دا ښځې د دوی په بند کې ندي.

د ښځو حقونه فعاله محبوبه سراج وایي: مونږ په تمه یوو، چې دوی څه کولی شي؛ ځکه دوی تر دې دمه کوم ځواب ندی راکړی، خو زمونږ خبرې یې اورېدلي او له مونږ هم خبر دي. هیله منه یم، چې همغږي ولرو؛ ځکه دا به د افغانستان او د ولس په ګټه وي.

پرون د ناروې د پلازمېنې اوسلو سوریا موریا نومی هوټل  د دې لیدنې کوربه و او ښځينه پلاوي د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره ولیدل او دا بې سارې لیدنه داډمنه هم نومول شوې ده.

Trending

Exit mobile version