تازه خبرونه
د بارسلونا لوبډلې د لوبېدنې پیل، یو لوبغاړی یې هم پر کرونا اخته ندی
(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۳۹۹)
د کوینټ خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د بارسلونا فوتبال لوبډلې د غړیو او پالونکیو د کرونا ویروسي ناروغۍ د کتنو پایلې منفي وې.
د دغه ګزارش پر بنسټ تمه ده، چې د جمعې له ورځې څخه بارسلونا لوبډله خپلې ځانګړې لوبېدنې پیل کړي؛ ځکه، چې د دې لوبډلې غړي او پالونکی بر کرونا ویروس اخته شوی ندي.
د دوی په یوه ټویټ کې په ګوته شوي، چې د بارسلونا لوبغاړي؛ د جمعې پر ورځ لوبېدنې پیلوي او دا کار په ځانګړې بڼه تر سره کوي.