کوید۱۹

د بالیوډ سینما ۱۳ستوري پر کرونا ویروس اخته شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۶, ۱۴۰۰)

د هندي چارواکو له مخې؛ د هند د بالیوډ سینما لږ تر لږه ۱۳ ستوري د کرونا ویرس دوه یمې څپې وهلي او دمګړۍ په کورونو کې قرنطین شوي دي.

د هندي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په هندوستان کې د کرونا ویروس دوه یمه څپه مخ پر پراخېدو ده او د دې ویروس د مثبتې پېښې د ممبیي په ماهاراشترل په ښار کې تر ټولو لوړ کچې ته رسیدلي دي.

د یکشنبې پر ورځ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له مرکزي چارواکو وغوښتل، چې له ماهاراشټرا ښاره لیدنه وکړي او په دې ښار کې د مثبتو پېښو د ډېریدو علتونه وڅېړي.

سربېره پردې د مهاراشترا حکومت د یکشنبې پر ورځ نوي بندیزونه او د یوې اوونۍ قرنطین اعلان کړ.

ویل کیږي، چې د بالیووډ ستوري له ویروس څخه د خلاصون ځواک نلري او پر ویروس اخته کسان یې دا دي:

اکشي کمار

د بی بی سی د څرګندونو له مخې، نومیالی لوبغاړی اکشې کمار پر کرونا له اخته کېدو وروسته په روغتون کې بستر شوی دی.

نوموړي ویلي روغتیایي حالت یې ښه دی؛ خو د روغتیایي پاملرنو له مخې بستر شوی دی.

 پریکړه یې وکړه چې د “طبي مشورې سره سم د احتیاطي تدبیر” په توګه ومنل شي.د بالیوډ اداکار

ټاکل شوې وه، چې اکشي کمار د اپریل پر ۳۰ یو سینمایې  خپرونه چمتو کړي؛ خو دا نېټه بدله شي.

ګووندا

له اکشې کمار یوه ګړۍ وروسته د بالیوډ د بل لوبغاړي ګووندا پایلې هم مثبتې.

د هغه میرمن سنیتا اهوجا سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې ۵۷ کلن لوبغاړي ځان ګوښه کړی او دا مهال تر قرنطین لاندې دی.

آلیا باټ

دغه لوبغاړې د اپریل پر ۲ ر کرونا اخته شوې او په خپل کور کې تر قرنطین لاندې ده.

هغې د خپل انسټاګرام په پوسټ کې په دې اړه ویلي؛ د کرونا ویروس پایله مې مثبته ده. ما سمدلاسه خپل ځان ګوښه کړاو تر کورني قرنطین لاندې به یم. زه د خپلو ډاکټرانو مشورې پلې کوم. ستاسو له مینې او ملاتړ مننه. مهرباني وکړئ خوندي اوسئ او پاملرنه وکړئ.

فاطمه ثنا شيخ

د مارچ پر ۲۹ ښځینه لوبغاړې فاطمې ثنا شیخ هم خپلو مینوالو ته خبر ورکړ، چې هغه پر کرونا اخته شوې او دا مهال یې ځان قرنطین کړی دی.

ویکرانټ میس

د بالیوډ لوبغاړي ویکرانټ میس څرګنده کړې، چې له کرونا ویروسه کړیږي او روغتیایي پاملرنې یې پلې کړې دي.

هغه له ټولو هغو کسانو، چې ورسره په اړیکه کې ول غوښتي، چې د وینې آزمون تر سره کړي.

پارِش راوال

 د هند د سینما تکړه لوبغاړي پارش راوال ویلي، چې د مارچ پر۲۷ پر کرونا ویروس اخته شوی؛ خو له خپل روغتیایي حالته ډاډمن دی او له هغو ملګرو ، چې ورسره په اړیکه کې پاتې دي د آزموینې غوښتنه کوي.

کارټیک آریان

کارټیک آریان د مارچ پر ۲۲ په ټولنیزو شبکو کې په ډاګه کړې، چې پر کرونا ویروس  اخته شوی او له خپلو مینه والو یې د دعا غوښتنه کړې ده.

عامر خان

عامر خان د بالیوډ یو بل لوبغاړی دی، چې د مارچ پر ۲۴ پر کرونا ویروس اخته شوی او په کور کې  قرنطین دی.

مانوج باجپای

مانوچ باجپای هم د مارچ په دوه یمه اوونۍ کې پر کرونا ویروس اخته شوی دی.

هغه ویلي؛ سره له دې، چې کمزوری شوی یم؛ خو روغتیایي حالت مې ورځ تر بلې مخ پر ښه کېدو دی.

سیندنت چټوروادی

دغه لوبغاړي ویلي، چې تېره میاشت یې آزموینه مثبته په ډاګه شوې او اوس په کورني قرنطین کې یم.

رنبر کپور

ویل کیږي، چې رنبر کپور، اشیش ویډیارټی او سانجی لیلا بهانسالی  هم تېره میاشت پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هندوستان کې ۹۳۲۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره د کرونا ویروس ټولې پېښې ۱۲،۵ میلیون کسانو ته رسېدلي دي

Trending

Exit mobile version