تازه خبرونه

د بامیان ولایت د سرپ او جستو د کان کېندنې تړون لاسلیک شو

Published

on

د اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت له افغان دراني شرکت سره د بامیان ولایت د سرپ او جستو د کان کېندنې تړون لاسلیک کړ.

دغه وزارت تویت کړی، چې د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور دغه تړون پرون (سې شنبه د غویی نولسمه ) د افغان دراني د کان کېندنې او پروسس شرکت له مشر سره لاسلیک کړ.

د کانونو او پترولیم وزارت وايي، دغه تړون د دغه وزارت د وزیر شهاب الدین دلاور او د افغان دراني د کانونو او پروسس شرکت د مشر لخوا د پېنځه کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.

د يادونې ده، چې د بامیان ولایت د یکه ولنګ نمبربر یک ولسوالۍ د ګنده کوتل د سرپ او جست کانونو د استخراج او پروسس تړون د پېنځه کلونو لپاره د افغان دراني خصوصي شرکت ته ورکړ شو.

Trending

Exit mobile version