تازه خبرونه
د بایدن څرګندونې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو پرنهشتون اعتراف دی – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړه؛ په افغانستان کې د القاعدې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایدن څرګندونې پر دې اعتراف دی، چې په هېواد کې هیڅ وسلهواله ډله نشته.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار تویت کړی: مونږ په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د نهشتون په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایدن څرګندونې د حقیقت درک بولو او په ډاګه کوو، چې دا څرګندونې په افغانستان کې د څه باندې شل وسلهوالو ډلو شتون او فعالیت ردوي.
هغه زیاته کړې: د اسلامي امارت پالیسي دا ده؛ هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر زیان وکاروي. په دې برخه کې زمونږ هڅې د امریکا په ګډون د هیچا د غوښتنې یا ملاتړ له کبله نهدي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې روانه اوونۍ د امریکا د استخباراتو راپور؛ په افغانستان او نړۍ کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د القاعدې لید لوري تر سرلیک لاندې، خپور شو.
د ملي استخباراتو د رييس لخوا، چې د امريکا د استخباراتو د ټولنې د مشر په توګه دنده ترسره کوي؛نه وایي، چې القاعده په افغانستان کې شتون نهلري، بلکې داسې وړاندويېنه کوي، چې القاعده به په افغانستان کې تر راتلونکیو دوه کلونو پورې د عملياتو د ترسره کولو لپاره د پټنځايونو جوړولو ته لومړيتوب ورکړي.
په اړوند راپور کې راغلي: زمونږ ارزونه دا ده، چې القاعده په دې پړاو کې ځانګړی پرسونل، بېخبنا یا وړتیا نهلري، چې له افغانستان څخه امریکا ته یو ګواښ رامنځته کړي.
په سند کې د دې یادونه هم شوې؛ القاعده احتمال لري خپلو ځینو مشرانو ته پناه ورکړي او په افغانستان کې نور فعالیتونه لکه د رسنیو تولید، استخدام او د ترهګرو روزنه، چې په نورو هېوادونو کې بریدونه اسانه کوي.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د القاعدې راتلونکی پر اسلامي امارت او پر هغو د محدودیتونو د لګولو پر وړتیا پورې تړلی وي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې القاعده په افغانستان کې لږې بېخبناوې لري؛ خو کولی شي په منځني ختیځ او افریقا کې د خپلو څانګو له وړتیاوو کار واخلي.
د جمعې پر ورځ ناوخته د امریکا ولسمشر جوبایدن په یوه خبري کنفرانس کې د دې راپور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ایا په یاد دي، چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي؟ ما ویلي، چې القاعده به نه وي. ما وویل، چې دا به هلته نه وي. ما وویل، چې مونږ د طالبانو (اسلامي امارت) څخه مرسته ترلاسه کوو. څه شوي دي؟ څه خبره ده؟ خبرونه ولولئ. زه رښتینی وم.
بایدن له نور وضاحت پرته مطبوعاتي کنفرانس پریښود.
د واشنګتن دا راپورونه د ملګرو ملتونو د یوه وروستي راپور په پایله کې راغلي او ادعا یې کړې، چې ترهګر د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته د چالاکۍ زیاتې ازادۍ لري.
د راپور له مخې، له ترهګرو ډلو لکه القاعدې او تحریک طالبان پاکستان سره د اسلامي امارت اړیکې اوس هم پیاوړې دي.
اسلامي امارت په افغانستان کې د ثبات، امنیت او د القاعدې د ماتې په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونې د درک وړ ګڼي. د اسلامي امارت ویاند وايي، د افغانستان ټوله خاوره د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او د هیڅ هېواد امنیت د افغانستان له لوري نه ګواښل کیږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په غبرګون کې ویلي؛ اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
ذبیح مجاهد وایي: د امنیت شورا د دا ډول یو اړخیز او بې بنسټه راپورونو خپرول نه یوازې د افغانستان او نړیوالې سولې او امنیت سره مرسته نهکوي؛ بلکې دا د خلکو اندېښنې زیاتوي او د ملګرو ملتونو خپلواکي او بې پرېتوب او اعتبار ته زیان رسوي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د بایدن څرګندونې ښايي د ملي استخباراتو شورا د راپور پر بنسټ شوې وي.
خلیلزاد د شنبې پر سهار په خپل تویت کې د دې راپور درې ټکي په ګوته کړل:
۱. القاعده په افغانستان کې لږې بېخبناوې لري.
۲. دا امکان نهلري، چې القاعده به تر ۲۰۲۴ پورې له افغانستان څخه بهر د فعالیت کولو وړتیا ترلاسه کړي.
۳. هرکله، چې القاعده پر نړیواله کچه د بریدونو پرېکړه وکړي؛ کولی شي په منځني ختیځ او افریقا کې د خپلو څانګو له وړتیاوو کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د پالیسۍ پرلهپسې بدلون له افغانستان څخه د ایستلو په بهیر کې ګډوډي رامنځته کړه او امریکا فرصت ونه موند، چې له خطر سره مخ افغانان وپېژني. ناسم مدیریت د دې لامل شو، چې کلیدي حقایق له پامه وغورځول شي؛ خو له افغانستان څخه مو درسونه زده کړل، چې مونږ به ترې په اوکراین، سودان او نورو ځایونو کې ګټه واخلو.