نړۍ

د بایډن کورنيو بحرانونو نړیوال ناورین رامنځته کړی – جمهوري غوښتونکي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۲, ۱۴۰۰)

د جمهوریت غوښتونکیو یوې څېړنیزې کمېټې په ډاګه کړې، چې د روسیې، افغانستان او انرژي پالیسۍ په اړه د ولسمشر جو بایډن ناکامیو نړیوال ناورین رامنځته کړی دی.

د فاکس نیوز ډیجیټل له یادښتونو ترلاسه شوي معلومات د بایډن د ولسمشرۍ د لومړي کال یو لړ خنډونو ته نغوته کوي او څرګندوي؛ کورنی کړکیچ یې رامنځته کړ، مخالفین یې وهڅول او امریکا یې کمزورې کړه.

د RSC  په دې یادښت کې راغلي؛ اوس د جو بایډن کورني بحرانونه د نړیوال ناورین لامل شوي دي.

دغه راز په ډاګه شوې؛ د اوکراین کړکیچ باید د بایډن د تېر کال د ناکامیو په شرایطو کې مطرح شي. په ځانګړې توګه انفلاسیون، له کورنۍ انرژۍ سره جګړه او د افغانستان د جګړې بایلل یې د ماتې سترې بېلګې دي.

هغه یادښت، چې د سې شنبې پر ورځ د دې ټولنې په اړه د جو بایډن له لومړنۍ وینا مخکې خپور شو؛ نوموړی د پوتین پر زړورکولو، پر اوکراین یرغل کولو او له افغانستان څخه بې مسوولیته وتلو پړ ونومول شو او څرګندوي، چې پر روسیې د مخکینیو بندیزونو په مخنیوي کې هم پاتې راغلی دی.

ویل کیږي؛ په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې ماتې، په کور دننه د تاوتریخوالي ډېرېدو ډېري امریکایان ناهیلي کړي؛ ځکه، چې بایډن په ټولو جبهو کې ناکام او بېوسه شوی او هغه باید د لرې کیڼ اړخو پرځای جمهوري غوښتونکیو ته مخه کړې وای، چې د ولسمشرۍ په اړه یې ځان له مشورو بې برخې کړ.

Trending

Exit mobile version